کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کندوز کې امنیتی مسوولین د ۱۳ تنو امنیتی سرتیرو وژل کېدنه رد کړي

29 عقرب 1398 ساعت 15:32

په داسی حال کې ځینی رسنۍ ریپورت ورکوی چی ۱۳ تنه امنیتی سرتیری طالبانو په برید کې په شهادت رسیدلی دی خو ۲۱۷ پامیر قول اردو ویاند دا خبره د طالبانو شایعه بللی او وویل چی دا ډله غواړی داډول خبرو سره خپل ماته باندی سرپوښ کښیږدی.



آوا خبرګزاری-مزارشریف: هیواد شمال ختیځ کې امنیتی مسوولین وایی چی طالبانو تیره شپه ۹ بجی د څو استقامتونو څخه ملی دفاعی او امنیتی ځواکونو پوستو باندی د قندوز ولایت ارباب خیل سیمی امام صاحب ولسوالی کې بریدونه کړی چی ملی اردو منسوبین او هوایی بریدونه هغوی بریدونه په شا دفع کړی دی.
هادی جمال د پامیر ۲۱۷ قول اردو ویاند شمال کې وایی چی دا برید کې ۱۰ تنه تروریستان د طالبانو سره قطعی څخه چی حاجی احمد ډلې څخه وو، وژل شوی دی او ۱۴ تنه نور ټپیان شوی دی.
هغه د ۱۳ تنو امنیتی سرتیرو وژل کېدنه رودی او هغه د طالبانو شایعات بولی.
جمال وویل چی په دی نښته کې په تاسف سره ۱ تن ملی اردو شجاع سرتیری شهید او ۴ تنه نور ټپیان شوی دی.
 


د مطلب کود: 195966

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/195966/په-کندوز-کې-امنیتی-مسوولین-د-۱۳-تنو-سرتیرو-وژل-کېدنه-رد-کړي

آوا
  https://www.avapress.com