دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۹ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۰۵
د مطلب کود : 195977
نمایندګان: عدلی او قضایی نهادونه د لیکونکې بندی دوسیه بیاوڅیړی
انس حقانی، هغه شخص چی په زرهاوو جنایتونه ترسره کړی آزاد کیږی، خو زمان احمدی د یو مقاله د لیکلو له امله چی خپور شوی هم نه دی، ۷ کاله بندی دی.

افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری-کابل: محمد عارف رحمانی د نمایندګانو مجلس غړۍ وویل: په دی ټولنه کې حقانی په شان قاتل آزادوی خو زمان احمدی آزادی په اړه کوم اقدام نه ترسره کوی.
هغه مجلس ریاست څخه وغوښته ترڅو د زمان احمدی قضیه په اړه جدی توجه وکړی.
علی اکبر جمشیدی د مجلس غړۍ هم د ریاست څخه وغوښته ترڅو د زمان احمدی قضیه ته توجه وشی.
له بل لوری غلام حسین ناصری د مجلس غړۍ د زمان احمدی په اړه وویل: د جرم ترسره کېدو نه مخکې محاکمه په هیڅ دین او مذهب کې نشته، زمان احمدی یواځي یو مقاله د بودا په اړه لیکلی وو او مقاله یی هم نه دی خپور شوی خو ۷ کاله دی چی په بندیخانه کې دی.
نسیم مدبر د مجلس بل غړۍ وویل: اصلی خیانت کاران د بند څخه آزاد کیږی خو بیګناه خلګ په بند کې دی.
همدی حال کې میر رحمان رحمانی د مجلس رئیس وعده ورکړی ترڅو د زمان احمدی قضیه په اړه د مربوطه مسئولینو سره به خبری وکړی.

 
https://avapress.com/vdcd5k0f5yt0nn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته