دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۹ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۲۰:۰۵
د مطلب کود : 195989
وسله والو د سیاسي چارو کارپوه وحید مژده وواژه
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي په موټر سایکل دوه سپرو کسانو د سیاسي چارو کارپوه وحید مژده په ډزو وژلی او تښتېدلي دي.

د وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي چې ښاغلی مژده د چهارشنبې په ماښام (نومبر۲۰) د لمانځه لپاره جومات ته روان و چې د روسیې سفارت ته نژدې پرې برید شوی او وژل شوی دی. د وحید مژده کور همدغه سیمه کې دی.
ښاغلي رحیمي په خپل ټویټر کې لیکي دي چې د پېښې په اړه پلټنې پیل شوي دي. تر دې دمه کومې ډلې د دغه برید مسولیت نه دی منلی.

وحید مژده د سیاسي چارو کارپوه وو چې د طالبانو د (اسلامي تحریک) پرمهال د بهرنیو چارو وزارت مامور و. د ده نظریات طالبانو ته نژدې بلل کېدل.
دا برید داسې مهال کیږي چې څو ورځې مخکې د سیاسي چارو یو بل کارپوه محمد حسن حقیار هم په یو برید کې ژوبل شو. پولیس وايي چې پر ښاغلي حقیار د برید په تور یو مشکوک کس نیول شوی دی، خو لا یې د پلټنو نتیجه معلومه نه ده.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg7n9qyak9yy4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته