کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړې له امله ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 30 عقرب 1398 ساعت 11:57

د ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ د دوو لویو کورنیو ترمنځ د شخړې له امله ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د ننګرهار د والي ویاند، عطاالله خوږیاڼي ویلي نن پنجشنبه سهار شاوخوا شپږ بجې د خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند بډا کڅ سیمه کې د انور او ورېښمین کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي له امله شخړه شوې چې امله یې دواړو لورو څخه ۹ تنه وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.
 
د والي ویاند ویلي په وژل شویو کسانو کې پنخه تنه د انور او څلور نور د ورېښمین کورنۍ پورې تړاو لري.
افغانستان کې د کورنیو تاوتریخوالو او شخصي دښمنیو له امله ډيری وخت د ورته پيښو رپوټونه خپریږي.


د مطلب کود: 196008

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/196008/ننګرهار-کې-د-دوو-کورنیو-ترمنځ-شخړې-له-امله-۱۳-تنو-ته-مرګ-ژوبله-اوښتې

آوا
  https://www.avapress.com