دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۰۳
د مطلب کود : 196018
سټولټنبرګ: د افغانستان په ټاکنو کې هېڅکله مداخله نه کوو
د ناټو تړون عمومي منشي په افغانستان کې د ډیموکراتیک حق ترلاسه کولو لپاره په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د خلکو ګډون ستایلی او ویلي یې دي چې دوی هېڅکله په ټاکنو کې مداخله نه کوي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ پرون، د نومبر په ۲۰مه، خبریالانو ته په افغانستان کې د ټاکنو په تړاو د روانو لانجو په اړه وویل چې دوی له افغانستان سره همکارۍ ته متعهد دي، د ټاکنو لپاره یې د امنیت په تامین کې همکاري کړې خو په ټاکنیزو چارو کې لاسوهنه نه شي کولای.
ښاغلي سټولټنبرګ دا مهمه وګڼله چې انتخاباتي کمېسونونه د رأیو د تفتیش او بیا شمېرنې بهیر بشپړ کړي او پایلې اعلان کړي.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون ویلي چې د راییو د تفتیش او بیا شمېرنې بهیر به د دې اونۍ تر پایه بشپړ کړي او راتلونکې اونۍ به د ټاکنو ابتدايي پایلې اعلان کړي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdca6in6a49now1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته