کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان اسلامي جمهوریت د ملګرو ملتونو د تعلیمي، علمي فرهنګي او زدکړې سازمان(یونیسکو) د اجرائیه بورډ غړېتوب ترلاسه کړ

30 عقرب 1398 ساعت 15:49



د یونسکو سازمان په څلوېښتمه عمومي ناسته کې چې د ۲۰۱۹ د نوامبر ۱۲ مه نېټه د د ې سازمان په ناستیځي، د فرانسی په پاریس ښار کې،  دایره شوې ده، د سازمان غړو هېوادونو، د یوې څلورکلنې دورې لپاره د اجرايي بورډ نوي غړي وټاکل چې د ا. ا. ج. هم د دې بنسټ د کرسۍ د یوه نوماند په توګه، د یونسکو او آیسیسکو په سازمانونو کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د دایمی نمایندګۍ د رغنده مذاکراتو او اغیزمنو هلوځلو له امله د سیالۍ په بهیر کې، د یونسکو سازمان په اجرائیه بورډ کې د غړېتوب کرسۍ په ترلاسه کولو بریالی شو.
اجرائیه بورډ د عمومي کنفرانس او دارالانشاء ترڅنګ، د یونسکو له دریو رکنونو یو مهم رکن دی.
دغه بریا د ملګرو ملتونو له مهمو سازمانونو په یو سازمان کې د تصمیم نېولو په سطحه کې د افغانستان د ملي وجهی ځواکمنولو او د رول لوړولو په لاره کې یوه مهمه لاسته راوړنه ده.
په فرانسه کې د ا. ا. ج. سفارت، په یونسکو او ایسیسکو سازمانونو کې د هېواد دایمی نمایندګي، د افغانستان اسلامي جمهوریت مشرتابه او د هېواد ډېپلوماسۍ دستګاه ته د  یونسکو سازمان په اجرائیه بورډ کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د غړېتوب مبارکي وايي او په فرانسې او په یونسکو او آیسیسکو سازمانونو کې د هېواد د ګټو د سنبالولو لپاره د خپل اغیزمن کار د دوام په تړاو ډاډ ورکوي.
 


د مطلب کود: 196040

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/196040/د-افغانستان-اسلامي-جمهوریت-ملګرو-ملتونو-تعلیمي-علمي-فرهنګي-او-زدکړې-سازمان-یونیسکو-اجرائیه-بورډ-غړېتوب-ترلاسه-کړ

آوا
  https://www.avapress.com