دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۵۷
د مطلب کود : 196042
طالبان
د نړیوال تروریزم په تازه درجه بندۍ کې طالبان په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د نړۍ خونړۍ "ترهګره" ډله بلل شوې ده.

د اقتصاد او سولې انسټټیوټ په تازه راپور کې راغلي چې تېر کال کې د طالبانو بریدونه ۷۱ سلنه زیات شوي وو او نږدې ۶۱۰۳ تنه یې وژلي دي.
په راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې د دومره کسانو وژل کېدل په ټولې نړۍ کې د ترهګرۍ په پېښو کې د وژل شویو کسانو ۳۸ سلنه جوړوي.
د نړیوال تروریزم شاخص په دې راپور راغلي، که څه هم په تېرو څلورو کلونو کې د ترهګرۍ په پېښو کموالی راغلی، مګر افغانستان کې د ترهګرو فعالیتونه دوه برابره شوي دي.
دا راپور داسې مهال خپرېږي چې د افغانستان حکومت او بېلابېل لوري هڅه کوي طالبان د تاوتریخوالي کمولو ته وهڅوي. ولسمشر اشرف غني د طالب بندیانو او د افغانستان امریکايي پوهنتون استادانو د تبادلې یو هدف دا وباله چې د طالبانو او دولت ترمنځ مخامخ خبرو پیلېدو سره مرسته وکړي.
په ورته وخت کې د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، که څه هم روان کال یې د طالبانو لوی هدفونه ناکام کړي دي خو دغه ډله لا هم دولت ته یو خطر دی.
د دې شورا ویاند کبیر حقمل ‌ازادي راډیو ته وویل: "موږ د دې تر څنګ چې د سولې لپاره هلې ځلې کوو، د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو په دې دښمنانانه نیت باندې پوه یوو. موږ لکه څنګه چې د سولې په هڅو کې کم نه یوو راغلي، همدومره له دښمنانو سره په جګړه نه ستړې کېږو او د خپل ولس ژوند ژغورلو او د افغانستان ثبات او امنیت ته ژمن یوو."
پوځي کارپوهان بیا وايي، طالبان په افغانستان کې د بلې هرې ډلې په پرتله پراخ فعالیت لري، له همدې کبله یې په جګړو کې د اوښتو تلفاتو شمېر هم زیات دی.
د پوځي چارو کارپوه متقاعد جنرال عتیق امرخېل وايي: "دا یو واقعیت خبره ده چې طالبان په تېرو ۱۸ کلونو کې د حکومت پر ضد وجنګېدل او تر ټولو لوی تهدید دی. دا ډله ملاتړ کوونکي هم لري او څوک شته چې تمویل یې هم کوي. طالبان په یو شمېر سیمو کې نفوذ هم لري له همدې کبله لوی خنډ ګڼل کېږي. "
خو طالبان بیا د اقتصاد او سولې انسټټیوټ خپور شوی راپور ردوي. ددې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، دوی د ملکي کسانو ژوند ته تل پام کړی.
د داعش ډله په طالبانو پسې دوهمه خونړۍ ترهګره ډله یاده شوې ده چې تر ډېره یې په عراق او سوریې کې فعالیت کاوه.
د نړیوال تروریزم شاخص په دې راپور راغلي، داعش ډلې په ۲۰۱۸ کې ۱۳۲۸ کسان وژلي.
په ۲۰۱۷ کال کې دا شمېر بیا ۴۳۵۰ کسان یاد شوي وو.
ددغه راپور د معلوماتو په اساس، له ۲۰۱۴ کال راهیسې په ترهګریزو بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۵۲ سلنه کم شوی دی.
په دې راپور کې دغه شان راغلي، په ۲۰۱۴ کې ترهګرو ډلو ۳۳۵۵۵ کسان وژلي وو، خو په ۲۰۱۸ کې بیا دې ډلو ۱۵۹۵۲ کسان له‌منځه وړي دي.
دا راپور داسې مهال خپرېږي چې د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ، په افغانستان کې د روان کال په نهو میاشتو کې ۲۵۶۳ ملکیان وژل شوي او ۵۵۷۶ نور ټپیان شوي.
د ملګرو ملتونو په راپور کې هم د ملکي تلفاتو د ډېری مرګ ژوبلې مسوولان د حکومت مخالف وسله‌وال طالبان بلل شوې دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchk-nzi23nwvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته