دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۹
د مطلب کود : 196179
ملګري ملتونه: بیړنیو مرستو ته د افغانانو اړتیا په ډیرېدو ده
د ملګرو ملتونو سازمان اټکل کړی چې په راتلونکو میاشتوکې به د هغو افغانانو شمېر لا زیات شي چې به بيړني ډول خوراکي توکو ته اړتیا لري.

د ملګرو متلونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي چې په افغانستان کې د هوا د سړېدو، د جګړې د دوام او طبیعي افتونو د زیاتېدو له امله بشري مرستو ته د خلکو اړتیا د زیاتېدو په حال کې ده.
دې ادارې پرون د (نومبر ۲۳مه)، په افغانستان کې د وضعیت په اړه یو رپوټ خپور کړ.
د ملګرو ملتونو د سازمان دا اداره په هغو هېوادونو کې چې بحرانونه روان دي، د بشري مرستو رسولو هڅې کوي.
اوچا ویلي چې په افغانستان کې په دریو میاشو (اګست، سپټمبر او اکټوبر) کې له دریو وګړو یو وګړی د خوراکي توکو له قحطۍ سره مخامخ و.
د دې سازمان په وینا، سره له دې په افغانستان کې د تېر یوه کال په پرتله وضعیت یوڅه مثبت لور ته تللی خو بیا هم لږترلږ ۱۲اعشاریه ۶ میلیونه افغانان په بحران کې یا په داسې حالت کې چې په بېړني ډول خوراکي توکو ته اړتیا لري، ګڼل شوي دي.
خو د ملګرو متلونو د دې ادارې په پروني رپوټ کې چې رسنیو ته استول شوی، ویل شوي چې له دې میاشتې (نومبر) تر راتلونکي پسرلي (مارچ) پورې به د هغو افغانانو شمېر ۱۳ اعشاریه ۹ میلیونو ته لوړ شي چې خوراکي توکو ته اړتیا لري.
د دې اټکل پر اساس، د افغانستان د ولس په سلو کې ۳۷ وګړي به د خوراکي توکو مرستې ته اړمن وي.
 
ملګري ملتونه وايي چې له دې شمېرې به نږدې ۳ نیم میلیونه افغانان تر پسرلي په ایمرجنسي یا بېړني وضعیت کې وي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره وایي چې په راتلونکي ۲۰۲۰ میلادي کال کې به وضعیت له ستونزو ډک وي خو دوی هڅې کوي چې تر ټولو اړو خلکو ته بېړنۍ مرستې وکړي.
د ملګرو ملتونو دې ادارې ویلي چې په ټول افغانستان کې امنیتي وضعیت سخت دی او له دې امله خلک د خوراکي توکو د قحطۍ له خطر سره مخامخ دي.
د ملګرو ملتونو په وینا، په خلکو کې د لوږې او د قحطۍ د زیاتېدو نور اساسي عوامل ډېرو خلکو ته د کار نشتوالی، طبیعتي افتونه او د خوراکي توکو د نرخ لوړېدل دي.
ملګري ملتونه په داسې حال کې په افغانستان کې د خوراکي موادو د قحطۍ خبره کوي چې په افغانستان کې د ولسمشرۍ د ټاکنو لومړنۍ پایلې لا نه دي معلومې، د وسله والو طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د خبرو د بیا پېل په اړه هم دقیق معلومات نه شته او په ټول افغانستان کې د وسله والو نښتو له امله په دوامدار ډول خلک بې کوره کېږي.
ملګرو ملتونو ویلي چې په افغانستان کې په کور د بې ځايه شوو وګړو شمېر د زیاتېدو په حال کې دی.
د ملګرو ملتونو سازمان وايي چې نړیوالو مرسته کونکو ادارو په ۲۰۱۹ میلادي کال کې هڅه کړې چې د امکان تر بریده ډېرو خلکو ته بېړنۍ مرستې ورسوي او د کال په لومړیو ۶ میاشتو کې نږدې پنځه نیم میلیونه افغانانو سره لږترلږه یو ځل مرسته شوې ده
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciyqaz3t1a3z2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته