کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حکومت د پراختیایي بودجې میلیاردونه افغانۍ بې ځایه لګولي- ولسي جرګه

3 قوس 1398 ساعت 11:06

د ولسي جرګې د مالي چارو او بودجې کمیسیون ویلي، د پراختیايي بودجې په لګولو کې د افغانستان له خلکو سره لویه جفا شوې او میلیاردونه افغانۍ بې ځایه لګول شوې دي.


ولسي جرګې د دوه یم ځل لپاره د ۱۳۹۷ لمریز کال د بودجې د قطعیې لګول په اجنډا کې ونیول او د مالي چارو او بودجې کمیسیون څرګنده کړې، چې په قطعیه کې د حکومت لخوا ډېرې سرغړونې شوي او ډېرې پیسې بې ځایه لګیدلي دي.
دا کمیسیون وایي، له پنځوس ډېرې سرغړونې د بیت المال په لګولو کې شوي دي.
د ولسي جرګې د مالي چارو او بودجې کمیسیون رییس محمد عظیم محسني  وایي، یوازې په یو نوي کود کې دوه اعشاریه څلور میلیارد افغانۍ په ناقانون ډول لګولي دي.
په ولسي جرګه کې د کندهار استازي محمود خان نصرت ویلي، چې د بودجې په سند کې د سرغړونو عاملین باید تر تعقیب لاندې ونیول شي.
د ولسي جرګې د کابل استازي عبیدالله کلمیزي څرګنده کړې، چې د خلکو له پیسو سره ستره جفا شوې او حکومت باید په دې برخه کې سپیناوی ورکړي.
د ولسي جرګې لومړي مرستیال امیر خان یار ویلي، د بودجې اصول پاڼه په ښکاره نقض شوې او دا موضوع باید په جدي ډول وڅېړل شي.
ټاکل شوې د دوشنبې پر ورځ د حکومت مسوولین د تېر کال  په پراختیایي بودجه کې د  میلیاردونو افغانیو د بې ځایه لګیدو په تړاو ولسي جرګې ته سپیناوی ورکړي.
 


د مطلب کود: 196180

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/196180/حکومت-د-پراختیایي-بودجې-میلیاردونه-افغانۍ-بې-ځایه-لګولي-ولسي-جرګه

آوا
  https://www.avapress.com