دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۶
د مطلب کود : 196183
پکتیکا کې د پولیسو افسر وژل شوی
تېره ماښام (شنبه) د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د نامالومو وسلوالو له لوري د پولیسو یو افسر وژل شوی دی.

د پکتیکا د امنیې قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارین مشال راډیو ته وویل، وژل شوی پولیس عبدالحسن نومېده، چې د جنايي جرمونو سره د مبارزې په مدیریت کې يې دنده درلوده.
ده وویل، پېښه ماښام مهال رامنځته شوې او برید کوونکي په تېښته بریالي شوي دي.
د امنیې قوماندانۍ ویاند زیاتوي، د برید کوونکو د پېژندلو او نیولو لپاره هڅې پیل شوي او دوی تمه لري چې برید کوونکي کسان به د پولیسو لخوا ونیول شي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdj90fsyt0nf6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته