دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۰۱
د مطلب کود : 196193
ټاکنو کمېسیون د ۱۱۷۹محلونو رای باطلې اعلان کړې
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د ۲۴ ولایتونو د رایو د تفتیش او بیا شمېرلو پایلې په کابل کې د دغه کمېسیون مرکزي دفتر ته رسېدلي او د کمېسیون د رهبرۍ غړو د ځینو محلونو په اړه تصمیم نیولی دی.

دغه کمېسیون د شنبې په ورځ د نومبر پر ۲۳مه د «لېندۍ۲مه» ناوخته ویلي:" له دوه زره او ۴۲۳ محلونو څخه د ۱۱۹۰ محلونو د بیا شمېرلو او تفتیش نتیجه له ځانګړي راپور سره رارسېدلې ده، د کمېسیون غړي د چک لېست د تفتیش د راپور تر څېړلو وروسته د ۱۱۷۹ محلونو په اړه دې پایلې ته ورسېدل چې هغه رایې غیر معتبرې دي."
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون همدارنګه ویلي"یوازې هغه رایې معتبرې دي، چې بایومیټریکي اساس ولري."
د کمېسیون په اعلامیه کې راغلي:"د معتبرو او غیر معتبرو رایو تثبیت د قانون، لوایحو، او اړوند طرزالعملونو په اساس کېږي،د افغانستان خلکو او ټولو اړوندو اړخونو ته ډاډ ورکوو، چې د کمېسیون په چارو او پرېکړو کې هېڅ ډول طرفدارانه علایق او سلایق شتون نه لري، بلکې د کمېسیون معیار قانون، لوایح او طرزالعملونه دي."
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د « لړم پر۱۸مه» په ۳۴ ولایتونو کې د ۸زره ۵۳۱ محلونو د رایو د بیا شمېرلو بهیر پیل کړ، چې د کمېسیون په وینا د مخالفتونو سره سره په ۲۴ ولایتونو کې پای ته رسېدلی او په پاتې درې ولایتونو کې بیا شمېرنه روانه ده.
دغه کمېسیون وايي، چې په اوو ولایتونو د ځینو کاندیدانو د پلویانو لخوا د ټاکنو کمېسیون ولایتي دفترونه تړلي دي، چې د بېرته پرانیستلو لپاره به یې له حکومت نه مرسته وغواړو.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceop8zxjh8ozi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته