کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ملي شورا ځینو غړو د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان وغوښت

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 قوس 1398 ساعت 18:03

د افغانستان د ملي شورا یو شمېر غړي وايي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون دې ژر تر ژره د ولسمشرۍ ټاکنو لوموړنۍ پایلې اعلان کړي.



د ولسي جرګې او مشرانو جرګې یو شمېر غړو د اشرف غني په رهبرۍ د دولت جوړونکي انتخاباتی ټیم په ملاتړ په یوې غونډه کې د یک شنبې په ورځ په کابل کې د ټاکنو له خپلواک کمېسیون وغوښتل چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې ژر تر ژره اعلان کړي.
د ولسي جرګې غړی محمد اقبال صافي وویل: "موږ له کمېسیون څخه هیله کوو چې ژر تر ژره د ولسمشرۍ د ټاکنو لومړني پایلې اعلان کړي، که کمېسیون د دې توان نه لري نو موږ له حکومت څخه غوښتنه کوو چې په دې برخه کې اقدام وکړي."
د ښاغلي اقبال په خبره، د کمېسیون د لومړنیو پایلو اعلان باید ټولو نوماندانو ته د منلو وړ وي.
د مشرانو جرګې دویم مرستیال محمد اصف صدیقي بیا وویل، د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو ځنډ د ملي بهیرونو ترڅنګ د خلکو پر کار او بار هم منفي اغیز کړی چې باید ژر تر ژره اعلان شي.
هغه زیاته کړه: "د ټاکنو د لومړنیو پایلو نه اعلان اغیز د سولې پر پروسه هم اغیز کوي، که د ولسمشرۍ لومړنۍ پایلې ژر اعلان نشي موږ دسولې په برخه کې رغنده ګامونه نشو پورته کولي."
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، چې د ولسمشرۍ د ټاکنو لومړنۍ پایلې به د رایو د بیا شمېرنې د بهیر تر بشپړېدو ورسته اعلان کړي.
کمېسیون د عقرب میاشتي په اتلسمه نیټه په ټول هېواد کې د ۸۲۶۶ محلونو د رايو د بیا شمېرنې بهیر پیل کړ، خو دا کار د یو شمېر ټاکنیزو ډلو له غبرګون سره مخ شو چې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې لا هم په اوو ولایتونو کې دغه بهیر نه دی پیل شوی او د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د ولایتي دفترونو دروازې د معترضینو له خوا تړل شوې دي.

ددې کمېسیون ویاند ذبیح سادات د یک شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، چې په ۲۶ ولایتونو کې دا بهیر بشپړ شوی دی.
ښاغلی سادات وايي، کمېسیون به د قانون او طرزالعاملونو پر بنسټ لومړنۍ پایلې هم دېر ژر اعلان کړي.
نوموړی وايي: "د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د قانون مطابق د رایو بیا شمېر بهیر په بریالیتوب سره په ۲۶ ولایتونو کې ترسره کړ، د ټاکنو کمېسیون د دې توان لري چې د ولسمشر ټاکنو لومړنۍ پایلې د قانون او طرزالعملونو په چوکاټ کې اعلان کړي."
له ډیرو هڅو سربیره حکومت حاضر نشو چې په دې اړه له آزادي راډیو سره خبره وکړي.
 


د مطلب کود: 196223

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/196223/د-ملي-شورا-ځینو-غړو-ولسمشرۍ-ټاکنو-لومړنیو-پایلو-اعلان-وغوښت

آوا
  https://www.avapress.com