د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ویلي، چې نږدې شپږنیمې بجې د نهمې امنیتي حوزې په اړوند بخار خانې سیمه کې د ملګرو ملتونو پر موتر چاودنه شوې، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې په کې یو کس ژوند له لاسه ورکړی او پېنځه نور ټپیان دي.
ویل کیږي، چې چاودنه د نښلول شوي ماین له کبله رامنځته شوې ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)