امنیتي سرچینو په ډاګه کړې، چې د شنبې پر ماښام( د لیندۍ ۳) د پلازمېنې کابل د نهمې امنیتې حوزې په اړوند سیمه کې چاودنه رامنځته شوې ده
د کابل د نهمې ناحیې په اړوند سیمه کې د م.م پر موتر چاودنه شوې
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 قوس 1398 ساعت 20:38
امنیتي سرچینو په ډاګه کړې، چې د شنبې پر ماښام( د لیندۍ ۳) د پلازمېنې کابل د نهمې امنیتې حوزې په اړوند سیمه کې چاودنه رامنځته شوې ده
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ویلي، چې نږدې شپږنیمې بجې د نهمې امنیتي حوزې په اړوند بخار خانې سیمه کې د ملګرو ملتونو پر موتر چاودنه شوې، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې په کې یو کس ژوند له لاسه ورکړی او پېنځه نور ټپیان دي.
ویل کیږي، چې چاودنه د نښلول شوي ماین له کبله رامنځته شوې ده.
د مطلب کود: 196239