د افغانستان د بهرنیوچارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې وايي چې دا موافقه د ۲۰۱۶ میلادي کال په سپټمبر میاشت کې هند ته د ولسمشر اشرف غني د سفر پرمهال د دواړو هېوادونو د چارواکو له خوا لاسلیک شوې وه خو سند یې پرون په کابل کې د دواړو لوریو ترمینځ تبادله شو.
د دې موافقې له مخې به دواړه هېوادونه په تروریزم او اقتصادي او جنايي جرمونو تورن کسان یوبل ته سپاري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)