کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د فاریاب المارو ته د طالبانو نومول شوی ولسوال ووژل شو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 4 قوس 1398 ساعت 13:02

دفاع وزارت د فاریاب ولایت المارو ته د طالبانو لخوا د نومول شوي ولسوال له وژل کېدو خبر ورکوي.



د یاد وزارت په خبرپاڼه کې نن(دونشبې د لیندۍ په ۴مه نېټه) راغلي دي چې د طالبانو لخوا نومول شوی ولسوال، مولوي عبدالغفار نومېده او د المارو ولسوالۍ په "خواجه گوهر" کلي کې د هوايي برید په پایله کې وژل شوی دی.
خبرپاڼه همداراز وايي چې په دغه برید کې درې نور طالب وسله وال هم وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.
دفاع وزارت همداراز ویلي چې په هوايي برید کې د وسله والو شپږ موټر سایکل هم له منځته تللي دي.
 


د مطلب کود: 196278

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/196278/د-فاریاب-المارو-ته-طالبانو-نومول-شوی-ولسوال-ووژل-شو

آوا
  https://www.avapress.com