دخپریدو نیټه :سه شنبه ۵ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۹
د مطلب کود : 196341
د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره باید همغږي شو- یوناما
په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ د نوامبر ۲۵ د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیوالې ورځې له کبله له حکومت وغوښتل، چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره ډاډمن ګامونه پورته کړي.

د نوامبر ۲۵ د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیواله ورځ ده او په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ له حکومت غواړي، چې د دې پدیدې په وړاندې مبارزه وکړي.
نوموړي زیاته کړې، افغان ښځې له ډېرو ګواښونو او ستونزو سره مخ دي؛ خو بیا هم د تاوتریخوالي پای ته رسیدو لپاره مبارزه کوي.
یوناما د دغې ورځې لپاره د ( نړۍ نارنجي او د تاوتریخوالي پر ضد جنسیتي مساوات پیل کړئ) سرلیک غوره کړی دی.
دغه راز اجرائیه ریاست هم د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي ورځ ونمانځله.
په ولسي جرګه کې د هرات استازې ناهید فرید ویلي، افغان ښځې له ډول ډول تاوتریخوالي سره مخامخ دي او حکومت دې قضیو ته لږه پاملرنه کړې ده.
هغې زیاته کړې؛ دغه ورځ ښځو ته ډېره اړینه ده؛ ځکه، چې د ټولنې نیمه برخه له پامه د غورزیدو احساس کوي او دوه یم هېواد ګڼل شوي دي. دوی د ښځو له پرمختګونو څخه په وېره کې دي او له همدې کبله د تاوتریخوالي کچه راټیټه شوې نده.
په ولسي جرګه کې د جوزجان استازې حلیمه صدف کریمي ویلي، چې ښځې په ټول هېواد کې له تاوتریخوالي سره مخ دي، چې د اسلامیت او انسانیت سره په ټکر کې دي او مونږ دا کار غندو.
همدا رنګه ولسي جرګې د یوې اعلامیې په خپرولو د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د کمیدو لپاره د جدي مبارزې غوښتنه وکړه.
د ولسي جرګې د غزني استازي عبدالقیوم سجادي ویلي، چې د هېواد اتیا سلنه ښځې له زدکړو بې برخې دي او ۹۰ سلنه یې له بېلابېل تاوتریخوالي کړیږي. ښځې په بېلا بېلو نومونو پلورل کیږي. پارلما ژمنه کوي، چې د تاوتریخوالي اړوند قوانین به پرته له ځنډه تصویب شي.
په همدې حال کې ولسي جرګې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي اعلامیه رایو ته وړاندې کړه، چې د رایو په اکثریت تائید او تصویب شوه.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjxmevvuqehtz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته