دخپریدو نیټه :سه شنبه ۵ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۰۳
د مطلب کود : 196360
انتخاباتي شکایتونو کمېسیون: درغلیو کې د ښکېلو کارکوونکو لیست نه دی رسېدلی
د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په خپله پرېکړه عمل نه دی کړی او لا یې هم د خپلو هغو کارکوونکو نوملړ دوی ته نه دی سپارلی چې په انتخاباتي درغلیو او سرغړونو تورن دي.

دا کمېسیون وايي، د هغې پرېکړه لیک پر بنسټ چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون لاسلیک کړی، دا نوملړ باید د عقرب په ۲۸ مه دوی ته سپارل شوی وای.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له دې پرېکړې نږدې اوونۍ تېرېږي چې ویلي یې و، خپل هغه کارکوونکي به د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ته معرفي کړي، کوم چې په ټاکنیزو جرایمو تورن دي، خو د دې کسانو لیست لا هم یاد کمېسیون ته نه دی سپارل شوی دی.
د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون یوه کمېشنر قطب الدین رویدار د سه‌شنبې په ورځ (قوس ۵مه) ازادي راډیو ته وویل، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تر اوسه نه دی توانېدلی په خپلې دې پرېکړې عمل وکړي.
ښاغلي رویدار وویل: "د انتخاباتو خپلواک کمېسیون پرېکړه موږ ته هم رارسېدلې او په کې واضح لیکل شوي چې د عقرب میاشتې په ۲۸مه یې باید دا لیسټ موږ ته سپارلی وای، مګر داسې و نه شول. پرون داسې ګنګوسې هم وې چې دا نوملړ دوی د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ولایتي دفترونو ته سپارلی دی. "
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د عقرب میاشتې په ۲۵ مه نېټه پرېکړه وکړه چې په ټاکنیزو درغلیو تورن خپل کارکوونکي به د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ته معرفي کړي.
د دې کمېسیون په پرېکړه لیک کې له دارالانشا وغوښتل شول چې د دغه کسانو نوملړ د عقرب میاشتې د ۲۸مې نېټې تر پایه بشپړ او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته وسپاري.
که څه هم د عقرب میاشتې په ۲۹مه نېټه د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ازادي راډیو ته وویل چې په انتخاباتي درغلیو د تورنو کسانو نوملړ د کمېسیون د مشرې حوا علم نورستانۍ له‌خوا لاسلیک شوی او نن یا هم سبا به دا لیسټ د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ته وسپارل شي، خو اوس یاد کمېسیون بله خبره کوي او وايي، لا هم په انتخاباتي جرایمو د تورنو د نوملړ پر چمتو کولو کار روان دی.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مرستیال عصمت الله مل وویل: "ټولو هغو کسانو چې درغلي کړې، په اړه یې د شواهدو او مدارکو تر پیدا کولو وروسته به، د دوی نوملړ د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ته ولېږل شي. په دې اړه کار روان دی او ژر به دا نوملړ ولېږل شي، خو له دې کبله چې زموږ عملیاتي کارونه روان دی او دقت هم مهم دی، نو له بشپړېدو وروسته به کمېسیون ته ولېږل شي. "
بل خوا بیا پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه وايي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په خپله هره پرېکړه کې پاتې راغلی.
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو یا فیفا اجراییه ريیس یوسف رشید ازادي راډیو ته وویل، داسې ښکاري چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د خپلو پرېکړو په عملي کولو کې جدی نه دی.
هغه وویل: "د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له‌خوا د خپلو پرېکړو نه عملي کول، د معترضو نوماندانو تبر ته لاستی پیدا کوي. په ټوله کې دا عمل د انتخاباتو باور او د کمېسیون اداري حیثیت ته ضربه رسوي. همدا ډول د پرېکړو ځنډ د پایلو د اعلان په برخه کې ستونزې جوړوي. باید کمېسیون باید له خپلو پرېکړو وړاندې د هغې د پایلو په اړه فکر وکړي. "
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تر دې مخکې یو شمېر نورې پرېکړې کړي چې وروسته یې په عملي کولو پاتې راغلی دی.
د دې کمېسیون له‌خوا د ولسمشرۍ انتخاباتو د لومړنیو پایلو په اعلان کې په ځلونو ځنډ، د رایو بیا شمېرنې بهیر پیل او بیا تاخیر هغه څه دي چې له کبله یې پر دې کمېسیون انتقادونه کېږي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaiin6w49noe1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته