دخپریدو نیټه :سه شنبه ۵ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۵۷
د مطلب کود : 196384
امریکا افغان ځواکونو سره د څلورو چورلکو مرسته وکړه
د امریکايي رسنیو د راپور له مخې دغه چورلکې وړمه ورڅ د کندهار هوايي ډګر ته رسېدلي.
امریکا متحده ایالاتو افغان هوايي ځواک سره د څلورو چورلکو مرسته کړې ده.
د امریکا دفاع وزارت افغانستان ته د خپلو مرستو د لړۍ په ترڅ کې څلور نورې" ام ډي ۵۳۰ " سپکې جنګي الوتکې سپارلي دي.
د امریکايي رسنیو د راپور له مخې دغه چورلکې وړمه ورڅ د کندهار هوايي ډګر ته رسېدلي.
د راپورنو له مخې دغه چورلکې د امریکا لخوا د دېرشو ژمنه شویو چورلکو له ډلې دي چې افغانستان ته به ورکړل شي.
ویل کېږي چې راتلونکي کال کې به هم ۲۴ نورې ام ډي ۵۳۰ چورلکې افغان هوايي پوځ ته ورکړل شي.
https://avapress.com/vdcg739qtak9yw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته