دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۶ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۰
د مطلب کود : 196437
جان بس: ملي امنیت په افغانستان کې د پخواني شوروي ورته تاکتیک څخه کار اخلي
افغانستان کې د امریکا سفیر جان بس د افغانستنان د ملي امنیت عمومي ریاست په هر هغو کړنو کلکه نیوکه کړې چې د لوګر ولایت د مدني ټولنې له دو غړیو یې اعتراف اخیستی دی.
د لوګر ولایت د مدني ټولنې رئیس او موسی محمودي لوګر ولایت کې د تنکیو زدکوونکو د جنسي ځورونې څخه پرده پورته کړه چې له هغه وروسته د افغان وګړو او د ولسي جرګې یو شمېر غړو پر افغان حکومت کلکلې نیوکې وکړې.
د لوګر ولایت د مدني ټولنې رئیس موسی محمودي له دغو څرګندونو وروسته د ملي امنیت لخوا ونیول شو، او تېره ورځ ( سه شنبه لیندۍ ۵ ) ملي امنیت عمومي ریاست اعلامیه خپره کړه چې د ښاغلي محمودي ژوند له ګواښ سره مخ وو نو ځکه یې هغه خوندي ځای ته لېږدولی دی، او ترڅنګ يې له هغه د هغه څه مدارک غوښتي چې ښاغلي محمودي د زدکوونکو د جنسي ځورونې په اړه له رسنیو سره خبرې کړې وې.
ملي امنیت وویل، چې د ښاغلي محمودي څرګندونې ناسمې دي، او دا کار یې بهرني هېوادونو کې د پناه اخیستو په موخه ترسره کړی دی، په ورته وخت کې ملي امنیت د موسي محمودي یو ويډیو خپره کړه چې پکې د لوګر د مدني ټولنې رئيس ښاغلي محمودي له خلکو بښنه غوښتې او خپلې هغه څرګندونې یې ناسمې او نیمګړې یادې کړې چې لوګر کې د تنکیو زدکوونکو د جنسي ځورونې په هکله یې له رسنیو سره شریکې کړې وې.
د ملي امنیت دا کار د کابل کې د امریکا سفیر جان بس او یو شمېر نورو  له کلک غبرګون سره مخ شوو.
جان بس ویلي دا ویرونکی دی چې له مدني فعالانو په زور اعتراف اخیستل کیږي.
جانس پر خپل ټویټر لیکي:
“افغانستان کې د پخواني شوروي ورته تاکتیک کارولو څخه په کلکه خواشینی یم. دا ډاروونکی دی چې له مدني فعالانو په زور اعتراف اخیستل کیږي، د فعالانو یوازینۍ موخه د افغانستان له ماشومانو ساتنه ده”
ورته مهال کابل کې د جرمني سفیر هم د ملي امنیت دا کار غیر قانوني بللي او د موسی محمودي ژر تر ژره د خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده.
د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم د ملي امنیت کار غیر قانوني بللی او یادونه یې کړې چې د لوګر ولایت د مدني فعالانو نیول کېدل له بیان آزادی سره په ټکر کې ده.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfmvdyew6d1ja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته