دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۶ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۲۷
د مطلب کود : 196475
عبدالله: د ټاکنو کمیسیون کار نتیجه مشروعیت نه لری
عبدالله چهارشنبه په ورځ بیله دی چی د کوم خاص ټاکنیز ټيم څخه نوم واخلی، خپل فیسبوک پاڼه کې ولیکل چی د ټاکنو کمیسیون استقلالیت تر پوښتنې لاندی تللی دی او ددی کمیسیون کار نتیجه مشروعیت نه لری.

داکتر عبدالله عبدالله، د افغانستان ولسمشریز ټاکنو نوماند ادعا کړی چی ټاکنو کمیسیون د یو خاص ټاکنیز ټیم په امر کار کوی.
ښاغلی عبدالله خبرداری ورکړ چی که ټاکنو کمیسیون خپل قانونی لاری ته ونه ګرځي په هغه صورت کې به ددی کار راتلونکې مسئولیت به ددی کمیسیون او هغه کسانو په غاړه وی چی دا ټاکنیز نهاد قانون خلاف لوری ته هڅوی.
عبدالله عبدالله زیاته کړی: موږ د هر ډول قانونی وسیلی، مشروع او سوله ییز لارو څخه د تقلبی حکومت رامنځته کېدو مخه نیسو او خدای یاری ته باور لرو چی هیڅ څه د خلګو مشروع غوښتنو مخه نه شی نیولای.
ښاغلی عبدالله ټینګار کړی دی چی ټاکنیز ټيم یی هیڅ وخت د ټاکنو خلاف کار نه دی کړی او کمیسیون څخه غواړی چی د خلګو قانونی غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړی.
خو ټاکنو کمیسیون ددی ادعا په ردولو سره وایی چی ټاکنو کمیسیون خپلواک دی او برنامه یی د قانون په اساس مخ ته وړی.
 
https://avapress.com/vdchq-nzm23nwkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته