دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۵۸
د مطلب کود : 196518
ملي اردو : مارجه کي مو طالبانو ته تلفات اړولي او ګڼي سیمي تصفیه سوي دي
د دوه سوه پنځلسم میوند قول اردو د لومړۍ پلي لوا مسولین وايي : په مارجې ولسوالۍ کي يې د تیرو لسو ورځو په جریان کي ۲۷ تنه وسله وال طالبان وژلي او ګڼي سیمي تصفیه کړې دي.
دهلمند مارجې ولسوالۍ ته لس ورځي وړاندي د ملي اردو وسله وال پوځ ولاړی او هلته يي له بیلا بیلو خواو پر مارجې عملیات پیل کړه.
اوس دا ځواکونه د مارجې په مرکز لوی څلور لاري کي دي.
دا ښارګوټۍ په لویې چاراهي مشهور و ، چي له بې سارې ګڼي ګوڼي به ډک و ، خو اوس وران ویجاړ او خاموشه دی.
داسي ښکاري ، لکه د مارجې ولسوالۍ ټول اوسیدونکي چي کډه سوې وې ، د دې ښارګوټي لاري او سړکونه خالي دي.
پر دې سیمه له تیرو دریو کلونو راهیسي طالبان واکمن وه ، امنیتي ځواکونو هغه مهال دا سیمه د وسله و الو د ډلیزو بریدونو په ترڅ کي پرېښوده.
اوس چي سیمي ته تازه ځواکونه رسیدلي دي ، نو تصفیه يي پیل کړې ده.
مارجه کي د ملي اردو د لومړی پلي لیوا ټولندوی برید جنرال حکم خان وايي : د لسو ورځو په ترڅ کي يي لویه چاراهي ، وکیل وزیر چهاراهي ، او نهم بلاک سیمي تصفیه کړي دي.
قوماندان وايي : دا عملیات د طالبانو د ځپلو لپاره وه ، او کله چي دوی سیمه پوره تصفیه کړه ، نو بیرته به خپلو پخوانیو ځایونو ته انتقال سي.
په دې سیمه کي د کمانډو ځواکونو او ملي اردو سرتیري وايي : عملیات يي بریالي وه ، او دوی له پلان سره سم پر مخ ولاړه.
ملي اردو دلته د تصفيې او ماینونو د کښلو ترڅنګ ځايي اوسیدونکو ته ګرمې جامې او اړین توکي راوړي دي.
د کلی لوی او کوچنی پرې راټول دي ، او تودې شړۍ خپلو کورونو ته وړي.
د دې ولسوالۍ اوسیدونکي که څه هم د دولت او ځواکونو په ورتګ خوشحاله دي ، خو داسي نه ښکارې ، چي دا ولسوالي دي نور له جګړې ژغورل سوي وې ، ځکه د ملي اردو ځايي قوماندانانو وویل ، دوی دا عملیات يوازي د طالبانو د ځپلو لپاره پیل کړي دي ، او کله چي يي وخت پوره سوه ، بیرته سیمه پریږدي ، چي دا ښايې د ځايي اوسیدونکو لپاره یوازي یوه ترخه جګړه وه او تیره سوه.
https://avapress.com/vdcfyvdycw6d1ta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته