دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۷
د مطلب کود : 196521
د افغانستان د لویو سړکونو د جوړولو تړون لاسلیک شو
د افغانستان د ټرانسپورت وزارت د سړک جوړولو له خصوصي شرکتونو سره د شاوخوا پنځه میلیارډه افغانیو په ارزښت د افغانستان د یو شمېر سړکونو جوړول لاسلیک کړل.
په داسې حال کې چې د افغانستان د ترانسپورټ وزارت ناامني او د بودیجې کمښت په هېواد کې د سړک جوړونې پروژو پر وړاندې اصلي ستونزه ګڼي خو بیا یې هم د سړک جوړونې له څو کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره نوي تړونونه لاسلیک کړل.

دغه تړونونه چې شاوخوا پنځه میلیارده افغانۍ ارزښت لري د چهارشنبې په ورځ د ترانسپورت وزارت د سرپریت وزیر یما یاري او په کابل کې د سړک جوړونې د شرکتونو د استازو ترمنځ لاسلیک شول.
د افغانستان د ټرانسپورت سرپرست وزیرپه دې اړه جوړې شوې خبري غونډې ته وویل: "موږ مکلف یو چې د دوشي - بامیان لویه لاره د بدیلې لویې لارې په توګه، د سالنګ تونل د بندولو او ترمیم لپاره چمتو کړو، زمونږ بله پروژه په جلال آباد کې شاوخوا نهه کیلومتره سړکونه دي، بله پروژه بیا له فیروزکوه څخه تر هرات پورې لس کیلومتره سړک جوړول دي."
د دې تړون پر بنسټ، به د دوشي سړک –بامیان د دوهمې او پنځمې برخې د جوړولو چارې، چې لګښت یې د نړیوال بانک لخوا ورکول کیږي، د دوو کلونو په موده کې، د غور – هرات سړک د حکومت په پیسو په 18 میاشتو کې او د جلال آباد ښار سړکونه چې ۹ کیلو متره کېږي هم په 15 میاشتو کې بشپړې شي.
په ورته وخت کې په ولسي جرګه کې د غور د خلکو استازي وايي چې دا پروژې باید په شفاف ډول پلې شي.
وکیل عبدالظاهر: "له بده مرغه، ځیني شرکتونه تړونونه دوهم لاس ته سپاري، دا موږ لیدلي دي، دا د لویو پروژو کارونه له ستونزو سره مخ کوي، اړونده وزارت باید ترې څارنه وکړي، ترڅو دوی خپله په ښه کیفیت کار وکړي، او نورو شرکتونو سره تړونونه ونه تړي. "
خو د ترانسپورت وزارت دغه تورونه ردوي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcj8mevvuqehiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته