دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۶
د مطلب کود : 196532
عراقي لاریونوال: ایران د عراق په کورنیو چارو کې لاسوهنې کوي
لاریونوال وایي، د ایران کونسلګري یې ځکه سوځولې، چې دغه هېواد د عراق په داخلي چارو کې لاسوهنه کوي.
خو ایراني چاروکي بیا دا خبره ردوي او وایي، چې په عراق او ایران کې لاریونونه د امریکا، سعودي او اسراییلو له لوري تنظیمیږي، چې موخه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو خرابول دي.
تېره ورځ د عراق په نجف ښار کې لاریونوالو د ایران کونسلګري وسوځله، چې عراقي چارواکي د لاریوالو لخوا دغه کړنه وغندله.
تر یادې پېښې وروسته عراقي چارواکو د کونسلګرۍ شاوخوا ګرځبندیز ولګولو تر څو د نورو زیانونو رامنځته کېدو مخنیوی وکړي.
یاد هېواد کې د حکومت پرضد له اکټوبر میاشتې راهیسې لاریونونه دوام لري، چې تر اوسه پکې تر ۳ سوه دېرشو ډېر کسان وژل شوي دي.
لاریونوال وایي، اداري فساد، بې کاري او په توکو کې د بیو لوړوالي له امله لارو ته راوتلي، تر څو د مخنیوي په موخه یې حکومت ګامونه پورته کړي.
دوی همدا راز د ایران حکومت هم تورنوي چې په عراق کې د یو شمېر وسلوالو ډلو ملاتړ کوي او په خبره ایران د عراق په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي.
خو ایراني چارواکي دغه لاریونونه د امریکا، سعودي او اسراییلو له لوري تنظیم شوي بولي، او په وینا یې موخه یې د ایران او عراق ترمنځ ترېنګلتیا رامنځته کول دي.
https://avapress.com/vdcbf0b85rhb9sp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته