دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۰۰
د مطلب کود : 196544
د کندهار پولیس وایي چې د "یو جومات ملا" یې په یو اته کلن ماشوم باندې د جنسي تیري او بیا د هغه د وژل کېدو په تورنیولی دی.

چارواکي وایي چې دغه پیښه د سه شنبې په ماښام (نومبر۲۶) د کندهار د غازي غنډۍ په سیمه کې شوې ده. د کندهار د امنیې قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وایي چې نیول شوی کس "سید احمد" نومیږي.
پولیسو نیول شوي تورن یوه ثبت شوې ویدیو خپره کړې ده چې هغه په کې "اعتراف" کوي چې په " یو شمير هغو ماشومانو باندې جنسي تیري کړي چې د اسلامي زده کړو لپاره به جومات ته" راتلل. په دغې ویدیو کې هغه دا هم وايي چې ډیری وخت یې ماشومان وهل او ټکول.
لا معلومه نه ده چې دغه تورن کس په خپله خوښه دا اعتراف کړی دی او که پولیسو ترې په زور اعتراف اخیستی دی. تورن له رسنیو سره هم لا خبرې کړي نه دي.
سید احمد وایي چې دا ماشوم له جومات څخه تښتیدلی و او بیرته جومات د راوستلو پر مهال یې وهلی چې وروسته له څو ساعتونو یې د زړه بدوالي له کبله ساه ورکړه.د ماشوم کورنۍ لا رسنیو ته په دې اړه څه نه دي ویلي. دا هم معلومه نه ده چې له دغه (ملا) سره څومره ماشومانو دینی زده کړې کولې.
معمولا په افغانستان کې په داسې پېښو کې د قرباني جسد عدلي طب ته انتقالیږي چې د هغه د قتل او وژل کېدو علت معلوم شي، خو د کندهار پولیسو په دغې قضیې د عدلي طب یادونه نه ده کړې.
په افغانستان کې ډېرې کورنۍ د بېلابېلو دلایلو له کبله خپل ماشومان د خپلي کلي او چم د جومات (امامانو او ملایانو) ته استوي چې دیني زده کړې وکړې.
په کندهار پر دغه ماشوم د " جنسي تیري او قتل" خبر داسې مهال خپریږي چې څو ورځې مخکې د ګارډین ورځپانې په یو راپور کې ویل شوي وو چې په لوګر کې د ښوونځي یو مشر پر " ګڼو ماشومانو جنسي تېري کړي دي". راپور د دوه مدني فعالانو په قول لیکل شوی و چې په غبرګون کې یې ملي امنیت دا دوه کسان ونیول چې اوس د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ته سپارلي چې ترې پوښتنې ګرویږنې وکړي.
ولسمشر غني تېره ورځ د افغانستان د معارف وزارت ته دنده وسپارله چې په لوګر کې پر ماشومانو د جنسي تېري د ادعاو په اړه ورته راپور ورسپاري.
 
https://avapress.com/vdceep8zejh8oni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته