طالبان وایي، د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ په امنیه قوماندانۍ او د استخباراتو په مدیریت یې برید کړی او ۳۰ عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
د طالبانو له رسمي ادرس څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي «د تخار ولایت درقد ولسوالۍ په امنیه قومندانۍ او د استخباراتو په مدیریت بریدونه وشول.
د بریدونو په نتیجه کې ۲۲ تنه عسکر، پولیس او استخباراتي کارمندان ووژل شول، ۸ تنه نور ژوبل شول. »
د خبرپاڼې په بنسټ، په یادو بریدونو کې څلور ټانګونه او رینجر هم ویجاړ شوي؛ خو طالبانو ته پکې کومه مرګ ژوبله نه وه اوښتې.
که څه هم د ګډ حکومت دفاع وزارت ویلي چې د طالبانو برید یې پر شا تمبولی، خو په تخار کې پوځي چارواکو ته نیژدې سرچینې وايي چې په دغه برید کې لږ تر لږه ۸ عسکر وژل شوي او ۱۱ تنه نور ټپيان شوي دي.