دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۲۵
د مطلب کود : 196564
چین: د طالبانو او امریکا مذاکرات دې ژر پیل او دوام دې وکړي
په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي ژانګ ژون د امریکا او طالبانو د مذاکراتو د دوام غوښتنه کړې ده.
نوموړي د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو غونډې ته په وینا کې ویلي، په افغانستان کې دې د سوله ییز حل د هلو ځلو تر څنګ د دغه هېواد د پوځ پیاوړتیا او اقتصادي لاسنیوي په اړه ټینګار کړی دی.
ښاغلي ژانګ ژون ویلي، نړیوالو ته پکار ده چې له افغانستان سره خپلې مرستې جاري وساتي: (( موږ همدا راز په افغانستان کې د افغانانو په رهبرۍ د سولې ملاتړ کوو، موږ له ټولو افغاني لوریو غوښتنه کړې چې له تاریخي فرصت څخه په استفاده یو واقعي بین الافغاني حل ته لاسرسی وکړي.))
ښاغلي ژون همدا راز د افغانستان د ټاکنو د پایلو په ژر تر ژره اعلان هم ټینګار کړی او د سیاسي مسایلو د مذاکراتي حل غوښتنه یې کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې چین همدا اوس له افغان حکومت سره په بیجنګ کې د سولې د یوې بین الافغاني ناستې د جوړولو په هڅه کې دی.
https://avapress.com/vdcg339qtak9yn4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته