دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۳۵
د مطلب کود : 196568
په کندهار کي زرګونو کسانو د افغان سولې په ملاتړ لويه غونډه وکړه او په دې برخه کي يې د کندهار پر اغيزمن رول ټينګار وکړ
غونډه چي نن تر غرمې مخکي د عينو په پارک کي د قومي مشر شاولي خان کرزي په کوربه توب جوړ سوې وه، پر مهال يې ويناوالو جګړه تباهي وبلل او غوښتنه يې وکړه چي د سولې دپاره دي رواني هڅي ګړندۍ سي.
د کندهار ولايتي شورا رئيس حاجي سيدجان خاکريزوال وویل چي خلک نور له جنګ څخه ستړي سوي دي، نو ځکه د سولي افغان غږ خبری آژانسز پورته کوي. د ده په وینا، حکومت، طالب او د جنګ ښکېل اړخونه باید تر خپلو شخصي ګټو تېر سي او سوله ومني.
په دغه غونډه کي د کورنیو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ پخواني معین، جنرال مسعود عزیزي هم خبري وکړې او ويې ویل چي په افغانستان کي یو شمېر ملي مسایل ځانګړو حلقو انحصار کړي؛ ملي ګټي تر شخصي ګټو قربانوي. نوموړي وویل چي تر سولي مخکي، په جریان کي او وروسته خنډونه باید افشاء او حل کړل سي.
مسعود وویل چي ځیني خلک د افغانستان د سولي په پروسه کي صادق نه دي، په جنګ کي يې ګټه ده؛ ځکه نه غواړي سوله افغانستان ته راسي.
د غونډي په جریان کي د جنرال سیف الله په نوم یو قومي مشر او ډاکټر رحمت الله په نوم د اهل تشیع یو نماینده بیا پر دې ټینګار کاوه چي د سولي پروسه باید له کندهار څخه شروع کړل سي. دوی وویل چي د لوی کندهار د ولسونو پرته سوله نه سي راتللای؛ ځکه په وینا يې کندهار په تاریخ کي اساسي رول لرلی دی.
د خالدې احمدي په نوم د کندهار د ولايتي شورا يوې وکيلي د سولي په روانه پروسه کي د ښځو پر پراخ ګډون ټینګار وکړ. دې وویل چي په جنګ کي تر ټولو زیاته قرباني ښځو ورکړې، نو له همدې امله باید د ښځو نقش په کښي زیات کړل سي.
د غونډي په پای کي د نثار احمد آزاد په نوم د افغانستان د ځوانانو د پارلمان غړي د دغه غونډي پرېکړه لیک ووایه چي مواد يې په لاندي ډول دي:
۱- سوله د افغانانو لومړنۍ اړتیا ده، په وړاندي يې بايد هیڅ خنډ رامنځ ته نه سي.
۲- له بحران څخه د هیواد د ژغورلو له پاره باید لومړيتوب واقعي سولي ته ورکول سي.
۳- د سولي په برخه کي دي حکومت خپل واقعي اراده وښيي او د سولي پروسه باید د دولت له انحصار څخه ووځي او ملي سي.
۴- د افغان سولي په برخه کي د نړيوالي ټولني له هڅو څخه ستاینه او ملاتړ کوو او د دې هڅو د لا پراختیا غوښتونکي یو.
۵- کندهار د افغانستان سياسي مرکزيت دی او سوله له دې ځای څخه ممکنه ده. د سولي د خبرو د بیا پیل له پاره دي په هیواد کي د ننه د مذاکراتو ادرس وټاکل سي.
۶- ښځي د جګړې لومړۍ درجه قرباني دي، د سولي په لوړو تصامیمو کي باید اغېزناک حضور ولري.
https://avapress.com/vdcaiin6a49nom1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته