دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۱۱
د مطلب کود : 196582
کندهار د پولیوو یروس په مرکز بدل شوی دی
په کندهار کې روغتیايي چارواکې وايې چې دا ولایت د هیواد په کچه د پوليو د ویروس مرکزیت ګرځيدلی. دوی وایي چې په دې ولایت کې یې د پوليو وروستی پېښې په غبرګون کې د ګوزڼ ضد واکسین ځانګړی کمپاین کړی دی.

د کندهار ولایت روغتیايي چارواکې د پوليو د يوه ځانګړي کمپاین د پيل پر مهال له کورنیو څخه وغوښتل چې د واکسین د ټيمونو په ورتګ سره د واکسین پر وړاندې مبارزه کې خپله مسئولیت تر سره کړي.
په کندهار کې د پولیو ټولې ۳ مثبتې پېښې ثبت شوي چې وروستی پېښه يې درې اونۍ وړاندې په ډنډ ولسوالۍ کې رامنځته شوې.
د کندهار ولایت د عامې روغتیا ریس ډاکتر موسی جان سلطاني وایي، چې د پوليو دغه کمپاین به په کندهار ښار او ۱۱ ولسوالیو کې تر سره شي.
نوموړی امریکا غږ ته وويل، چې په دې ځانګړي کمپاین کې بهټولټال۴۴۲۲۸۸ د هدف وړ ماشومانوته ګوزڼ ضد څاڅکي تطبیق کړي.
ده وويل”په کندهار ښار او ۱۱ ولسوالیو کې به دا کمپاین څلورو ورځو لپاره وي، غواړو له تېر کمپاین څخه پاته ماشومان چې یو سلو نهه دېرش زره کیږي هم دا ځل د پوليو پرضد وقایه کړو”.
پر همدې مهال په جنوب کې د پوليو پرضد د مبارزې د بیړنیو اقداماتو د مرکز ریس ډاکتر عبدالقیوم پخلا وایي، چې کندهار ښار د پوليو د ويروس د انتقال مرکزیت ګرځیدلی دی.
دی زیاتوي، د جنوب د نورو برخو په ګډون په شمال لویدیځ بادغیس ولایت کې هم د پوليو د ویروس تړاو د کندهار له ویروس سره دی چې دا له طبي پلوه د اندېښنې وړ مسئله ده.
د ډاکتر پخلا په وینا، چې لاهم د کندهار په ځینو برخو کې د کور په کور واکسین لپاره په نا امنه ولسوالیو کې شرایط برابر نه دي.
هغه وويل”په ۳ ولسوالیو شاولیکوټ میوند او ارغستان ولسوالیو کې ۶۹ زره ماشومان د کور په کور اجازه نشته، په کندهار کې د دغه کمپاین اړتیا له دې کبله ده چې د پنځو میاشتو لپاره دلته کمپاین ته اجازه نه وه او موږ غواړو چې له دې موقع څخه په ګټه اخیستنه پرلپسې کمپاینونه تر سره کړو او دا ویروس یو جدي خطر د کندهار لپاره دی” .
بلي خواته عام خلک وایي، د پولیود ضرر په هکله ورته پوهاوی شوی او دوی غواړي چې خپل ماشومان د یادې ناروغۍ پر وړاندې وقایه کړي.
سږکال په افغانستان کې د پوليو ټولي ۲۱ مثبتي پېښې رامنځته شوي چې ۱۶ يې د جنوب په دریو ولایتونو کندهار، ارزګان او هلمند، ۳ په ختیځ او وروستی پېښه هم په بادغیس ولایت کې ثبت شوې ده.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg739qxak9yn4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته