دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۲۱
د مطلب کود : 196583
کابل د چین بین الافغاني ناستې ګډونوالو لیست پیکنګ ته استولی
د افغانستان حکومتي چارواکي وايي، په پیکنګ کې د سولې د بین الافغاني کېدونکې ناستې لپاره يې خپل پلاوی ټاکلی او د ګډونوالو لیست یې له چینايي چارواکو سره شریک کړی دی.

په ستراتیژیکو او عامه چارو کې د ولسمشر اشرف غني سلاکار وحید عمر نن (قوس/لیندۍ ۷مه) په کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې هغه اوازې رد کړې چې ګوندې دغه ناسته لغوه شوې ده.
ښاغلي عمر وویل، که سولې پروسه کې د افغانستان دولت نه وي یا یې مالکیت ونه لري، نو دغه هېواد تلپاتې سولې ته نه شي رسولی.
هغه زیاته کړه:" که خدای مه کړه د افغانستان حکومت او افغانان د سولې په خبرو کې تر نظر وغورځول شي، افغانان سولې ته نه رسیږي، د چین ناستې لپاره کابل خپل ټول چمتوالی نیولی او پلاوی هم ټاکل شوی. د ګډونوالو لیست له چین سره هم شریک شوی دی. چمتو شوی لیست د افغانستان د جمهوري نظام لیست دی. "
وحید عمر دغه شان وویل، سوله د تطرو اتلسو کلونو لاسته راوړنو د ساتلو په شرط راتلونکې ده او افغانان به د یوې تل پاتې سولې څښتنان کیږي.
د نوموړي په خبره، هیله مندي شته چې د افغانستان امريکايي پوهنتون د دوو استادانو د ازادۍ په بدل کې د طالبانو د درېيو غړو انس حقاني، مالي خان او حافظ عبدالرشيد د خوشې کېدل د سولې پر خبرو مثبت اغیز پرې باسي.
د ولسمشر د ستراتیژیکو او عامه اړیکو سلاکار همداشان وايي، که طالبان خپلواک وي، نو د اوربند به عملي کولو سره دې روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.
په پام کې وه دغه ناسته د تېرې اکټوبر میاشتې په ۲۹ مه او ۳۰ مه جوړه شي خو د نامعلومو دلایلو له امله وځنډېده.
لا هم د ناستې د جوړېدو نېټه څرګنده نه ده او داسې راپورونه هم خپاره شوي چې ښايي لغوه شي، خو په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ازادي راډیو ته د ناستې د ځنډېدو خبره وکړه.
د دغه دفتر ویاند سهیل شاهین دا ونه ویل چې غونډه به تر څه وخته ځنډېدلې وي، خو ویې ویل چې د افغانستان حکومت د هوکړې پرخلاف د سیاسي څېرو پرځای د ګډونوالو په لیست کې لوړپوړي حکومتي چارواکي شامل کړي.
په ورته وخت کې د افغانستان اسلامي انقلاب حزب رئیس مولوی قلم الدین د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې وویل، د افغانستان حکومت باید له طالبانو سره د سولې د خبرو په برخه کې له نرمې ژبې کار واخلي.
هغه وویل: "جګړه د خلکو په ګټه نه ده. دا چې په تاریخ کې تا ته قاتل وویل شي دا دې په خیر نه ده، هغه کسان چې دغه ډول مشورې درته درکوی ستا په خیر نه دي. تاسو د سولې کولو توانایي په ځان کې پیدا کړئ، په طالبانو هم غږ کوم چې ورونو د سولې په برخه کې نرمه ژبه وکاروئ، په نره د سولې میدان ته راښکته شئ."
طالبانو تل د افغانستان له حکومت سره هرډول خبرې او اوربند رد کړی.
تازه یوه امریکايي لوړپوړي پوځي چارواکي ویلي چې افغانستان کې د جګړې پایته رسېدو هیلې تر بل هر وخت ډېرې شوې دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch6-nzx23nwmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته