دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۵۷
د مطلب کود : 196586
د ځوانانو په ګډون سره د ملګرو ملتونو د شبیه سازۍ کنفرانس، په کابل کې جوړ شو
د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه سلګونو ځوانانو، د نورو ځوانانو په استازیتوب، په دغه کنفرانس کې ګډون کړی وو. د جمهوري ریاست د عامه او ستراتيژیکو اړیکو د ادارې لوی رییس او د جمهور رییس ستر سلاکار، وحید عمر، د شبیه سازۍ په کنفرانس کې د ۳۰ ولایتونو د ځوانانو ګډون، یو فرصت وباله او ویې ویل، د ځوانانو د دې ناستې توپیر د هغوی له ۱۸ کاله مخکې ناستې سره دادی، چې دا ځوانان اوس د ۱۸ کلن سفر لاسته راوړنې او کړنې، ارزوي.
د ملګرو ملتونو د شبیه سازۍ کنفرانس، نن د حکومتي چارواکو، د نړیوالو بنسټونو د استازیو او ځوانانو په ګډون سره؛ په کابل کې پرانیستل شو.
د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه سلګونو ځوانانو، د نورو ځوانانو په استازیتوب، په دغه کنفرانس کې ګډون کړی وو. د جمهوري ریاست د عامه او ستراتيژیکو اړیکو د ادارې لوی رییس او د جمهور رییس ستر سلاکار، وحید عمر، د شبیه سازۍ په کنفرانس کې د ۳۰ ولایتونو د ځوانانو ګډون، یو فرصت وباله او ویې ویل، د ځوانانو د دې ناستې توپیر د هغوی له ۱۸ کاله مخکې ناستې سره دادی، چې دا ځوانان اوس د ۱۸ کلن سفر لاسته راوړنې او کړنې، ارزوي.
ښاغلي عمر سوله د یوه محوري بحث په توګه یاده کړه او ویې ویل، چې اوسمهال په ټول افغانستان کې د خلکو لومړیتوب سوله ده او د افغانستان نظام د خلکو د استازی په توګه؛ باید د خلکو دغه اساسي غوښتنه پر ځای کړي.
هغه دې ته په ټینګار سره، چې له پلمو سره سره، سولې ته هیله‌مندۍ زیاتې دي، وویل: که د افغانستان نظام او خلک د سولې په پروسه کې شامل وو؛ نو د سولې د تلپاتې کېدو لپاره ضمانتونه شتون لري.
ښاغلي عمر دغه راز وویل، حکومت د بېجېنګ ناسته کې د ګډون لپاره چمتوالی لري او د افغانستان د پلاوي لېست ترتیب او د چین ولسي جمهوریت ته لېږل شوی دی.
د جمهوري ریاست د عامه او ستراتيژیکو اړیکو د ادارې لوی رییس، د بشري حقونو د کمېسیون د سږني راپور؛ چې په هغه کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ۸ سلنه زیاتوالي په اړه خبره شوې، وویل: د تېرکال پرتله، سږکال د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ندی زیات شوی؛ بلکې د هېواد په کچه د تاوتریخوالي په تړاو د راپور او پوهاوي ورکولو کچه لوړه شوې ده.
په ورته وخت کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، اجمل احمدي، په دې کنفرانس کې وویل افغانستان په نړۍ کې د ځوانو هېوادونو له ډلې څخه دی او حکومت د ځوانانو د ودې لپاره د ښې زمینې برابرولو ته ژمن دی.
نوموړي دې ته په ټینګار سره چې د سولې، امنیت او اقتصاد په ملي بهیرونو کې د ځوانانو ونډه ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو ده، وویل: هغه وخت اقتصادي ځان بسیاینې ته رسېدلی شو، چې له ځوانې قوې څخه زیاته ګټه پورته کړو.
د یوناما د سیاسي چارو مسوولې، لیزا ریفکې وویل، د ملګرو ملتونو د شبیه سازۍ کنفرانس، د هغو لپاره ښه پروګرام دی چې غواړي د ملګرو ملتونو په اړه ډېر معلومات تر لاسه کړي او د دغه سازمان په کار کې ونډه واخلي.
دغه راز هغې وویل، چې د حقوقو، حکومتولۍ، سوداګرۍ او هنر د ډګرونو ډېری مخکښان، هغه وخت چې زده کوونکي او محصلین وو، د ملګرو ملتونو د شبیه سازۍ په پروګرامونو کې یې ګډون کړی دی.
په کابل کې د ملګرو ملتونو د شبیه سازۍ د کنفرانس د پروګرام مسوول، یحی قانع وویل، چې دغه کنفرانس به درې ورځې دوام ولري او ټاکل شوې ده چې په دوهمې او درېمې ورځې ځوانان پر څو کمېټو وویشل شي او د اساسي موضوعاتو لکه د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي، ټولنیزې، مذهبي، جنسیتي او قومي نابرابریو او د تلپاتې پراختیا د موخو د عملي کېدو په اړه بحث او د نظرونو تبادله تر سره کړي. ###
https://avapress.com/vdcaain6i49nom1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته