کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دولتی ځواکونه د دایکندی ناوه میش کې طالبانو برید په شاوټمبول

7 قوس 1398 ساعت 18:48

د دایکندی ناوه میش ولسوالی سرمه سنګ او کاریزک امنیتی پوستو باندی د طالبانو برید په ترڅ کې ۲ تنه امنیتی ځواکونه شهید شوی او ۸ مهاجمان وژل شوی دی.



آوا خبرګزاری-دایکندی، سیمه ییز چارواکې وایی: دا برید د تیر ماښام ۱۲ بجو څخه شروع شوی او نن سهار ۳ بجو پوری ادامه درلود.
د دایکندی ولایت امنیتی منسوبینو په وینا، په دا نښته کې ۸ تنه طالبان وژل شوی دی.
سکینه احسانی، د دایکندی والی ویانده سیمه ییز خبرنګارانو ته ویلی ده، اوس وضعیت په ناوه میش کې عادی حالت ته اوښتی دی.
د طالبانو دا برید په داسی حال کې صورت نیسی چی ددی اونۍ په جریان کې، طالبانو ډیر بریدونه کجران ولسوالی باندی ترسره کړ چی په هغه کې ۸ تنه امنیتی سرتیری شهید او پنځه نور ټپیان شول.
د دایکندی ولایت ناوه میش ولسوالی د هلمند ولایت سره مشترک مرز درلودلو له امله، ددی ولایت ناامنو ولسوالیو څخه دی.
 


د مطلب کود: 196589

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/196589/دولتی-ځواکونه-د-دایکندی-ناوه-میش-کې-طالبانو-برید-په-شاوټمبول

آوا
  https://www.avapress.com