کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار کې فرهنګیان خپلواک نه دي او له دې حالته وتل غواړي

8 قوس 1398 ساعت 10:43

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د ژوند ښکلی دی تر عنوان لاندې د اطلاعات او کلتور ریاست له لوري جوړه شوې مشاعره ترسره شوه .
په دې مشاعره کې د دې ولایت ګڼو لیکوالو، شاعرانو او د شعر و ادب مینه والو ګډون کړی وو.


په مشاعره کې ګډونوالو شاعرانو د شعر په ژبه د ژوند د ښکلا او ټولنیز ادب د ښوونې پيغامونه ورکول.
دغه شاعران وایي، په هېواد کې روانې جګړې او بدبختیو ته په کتو دا ډول ناستې په فکرې روزنه کې ډیر رول لوبولی شي.
دوی د شعر په ژبه له خلکو غوښتنه کوله چې، اوسنیو روانو حالاتو ته په کتو د وروګلوۍ لاسونه ورکړي او په یوه غږ دغه ناخوالې ختمې کړي.
مشاعرې ته یو شمیر شاعرانو د ترنم په ژبه شعرونه ویل او خلکو ته یې په ټولنه کې د تعلیم پيغامونه ویل.
د اطلاعاتو او کلتور د ریاست مسولین وایي، له دې مشاعرې څخه یې موخه په دې ولایت کې د فرهنګیانو راټولول او له دولتۍ سانسوره د دوی ویستل دي.
د اطلاعاتو او کلتور رییس رحیم الله خوږیاڼی وایي: (( مونږ به هره میاشت دا ډول مشاعرې ولرو، د مشاعرو استقلالیت ته به کار کوو ځکه پخوا دا نیوکې وې چې، ټولې مشاعر دولتي سانسور لاندې وي)).
خو یو شمیر شاعران بیا ګیله لري چې، دلته د فرهنګي راټولیدنو لپاره هیڅ مناسب ځای نه لري.
دوی وایي یواځې د اطلاعات او کلتور د ریاست تالار شته خو مناسب یې نه بولي ځکه د دوی په خبره دلته راټولیدنه یې یو څه ستونزمن دي ځکه په خبره یې یاد ریاست ورسره هیڅ مرسته له دې وړاندې نه ده کړې.
شاعران وایي که دوی ته د داسې ناستو لپاره مناسب ځای وټاکل شي نو له یوه اړخه به دکلونو سانسور چې، دولت د دوی پر مهمو ناستو درلوده لري او له بله پلوه به د شعر او ادب برخې ته کار ډير شي.
دوی وایي له دې وړاندې هیڅ مشاعره له سانسور پرته نه ده ترسره شوې چې، ښه بیلګه یې شاعران مشهور مشاعره نارنج ګل یادوي چې، هرکال په ننګرهار کې په فرمایشتي ډول ترسره کیږي.
شاعران او لیکوالان د دغه ډول مشاعرو جوړونه د فکري رغونې لپاره ښه لار بولي ځکه د دوی په خبره شاعران په ادبي الفاظو کې د وطن پالنې او ټولینز ژوند د بهبود لپاره ښایسته اشعار وړاندې کوي.
خو مسولین بیا وایي، له دې حالته د وتلو لپاره به خپله هڅه وکړي او له دې وروسته به هیڅ مشاعره تر سانسور لاندې ترسره نه کړي.
د یادونې ده چې، کلونه کیږې په دې ولایت کې د شعر او ادب مینه وال دا ډول ستونزې لري خو وایي چارواکو ورته شاه کړې او هيڅ غمه یې نه کوي.
شاعران وایي په شمار څو شاعران ولایت ګرو نیولي او یواځې همغوئ ته فرمایشي غونډې او فرمایشي شعرونه لیکل کیږي او د نورو دې الله مل.


د مطلب کود: 196636

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/196636/ننګرهار-کې-فرهنګیان-خپلواک-نه-دي-او-له-دې-حالته-وتل-غواړي

آوا
  https://www.avapress.com