په جینوا کی د افغانستان اسلامي جمهوریت سفارت او دایمی نمایندګي او په کورنیو بیځایه شویو د څار مرکز پرون د ۲۰۱۹ د نومبر په ۲۱ مه په ګډه د کورنیو بیځایه شویو ماشومانو د هغه راپور مخکتنه وکړه چې د کورنیو بېځایه شویو د څار مرکز له خوا چمتو شوی دی .
په جینوا کې د افغانستان اسلامي جمهوریت دایمی نماینده ګۍ د بیځایه شویو ماشومانو په هکله په ډاګه کړه چی دوی د ټولنی ډېر اسیب پذیره قشر وباله او څرګنده ېې کړه چې په ټوله نړۍ کې په ملیونونو ماشومان د جګړو، بیوزلی او نورو لاملونو له امله بیځایه شوي دي. راپور دا په ډاګه کوي چې بېځایه شوي ماشومان بی وزلۍ، روغتیایی خدمتونو ته د نه لاسرسي، د سالمو او کافي غذايي توکو د لاسرسۍ د محدودیتونو، د ناروغي او روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسۍ محدودیتونو، ښوونځي او ښوونیزو خدمتونو ته د لاسرسي د محدودیتونو په څېر له پراخو ستونځو او ننګونو سره مخامخ دي.
راپور همدغه راز یادونه کوي چې افغانستان یو له هغه شمیر هېوادونو څخه دی چې د کورنیو بیځایه شویو پالیسي لري او په هغې کې بېځایه شویو ماشومانو ته ځانګړې پاملرنه شوې ده.
د یادولو وړ ده چې په ېادشوي راپور کې د کورنيو بیځایه شویو ماشومانو د پاملرنې په برخه کې د افغانستان د کورنیو بېځایه شویو له پالیسۍ څخه د یوی بیلګیزې او جامع پالیسۍ په توګه یادونه شوې ده .