کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ثبات او همپالنې ټاكنيزې ډلې په كابل كې لاريون پيل كړی

8 قوس 1398 ساعت 11:41


د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاكنيزې ډلې نن سهار په كابل ښار كې لاريون پيل كړى دى.
د دې ډلې لومړى مرستيال عنايت الله بابر فرهمند وايي، تر هغې چې د ټاكنو خپلواك كمېسيون ۳۰۰ زره ناپاكې رايې له سيسټمه ونه باسي، د دغه كمېسيون د كار مخنيوى به دوام ولري.
د نوموړي په خبره، د ټاكنو خپلواك كمېسيون بايد له سيسټمه د ناپاكو رايو پر ايستلو سربېره د رايو د بيا شمېرنې بهير د ټاكنيزو ډلو د څارونكو په حضور كې پيل كړي.
فرهمند زياتوي، ترڅو چې يې غوښتنې نه وي منل شوې، اعتراضونه به يې دوام ومومي.
د کورنيو چارو وزارت بيا د قانون په چوکاټ کې د لاريون کولو غوښتنه کړې او ويلي يې دي، چې دا لاريون بايد د عامه نظم او د وګړو د ورځني ژوند خنډ ونه ګرځي.


د مطلب کود: 196642

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/196642/د-ثبات-او-همپالنې-ټاكنيزې-ډلې-په-كابل-كې-لاريون-پيل-كړی

آوا
  https://www.avapress.com