دخپریدو نیټه :جمعه ۸ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۱
د مطلب کود : 196644
که لاریون کوونکي له قانونه سرغړونه کوي نو امنیتي ځواکونه به سخت ځواب ورکړي
عبدالله عبدالله له خپلو پلویانو غوښتي چې سړکونو ته راووځي او د خپلو حقونو غوښتلو لپاره پراخ لاریونونه وکړي؛ خو عطا محمد نور بيا د ثبات او همپالنې ټاکنيز ټيم پلويانو ته ويلي دي، چې لاريون ته دې نه راووځي؛ ځکه دا خلک غواړي کړکېچ رامنځ ته کړي.
عطا نور په خپله ټوېټر پاڼه د وېډیو له لارې پر خلکو غږ کړی دی، چې د ثبات او همپالنې ټیم غواړي کړکېچ رامنځته کړي؛ خو څوک به دوى ته د کړکېچ جوړولو اجازه ور نه کړي.
نوموړي په ټينګار سره په دغه ويډيو کې ويلي دي، که لاريون کوونکي له قانون څخه سرغړونه وکړي؛ نو امنيتي ځواکونه دې ورته سخت ځواب ورکړي او دوى دې وځپي.
عطا نور ویلي دي، خلک دې نور د يو شمېر کسانو په تشو ژمنو نه غلطیږي او د هغو خکلو تر شا دې نه درېږي چې يوازې د خپلې چوکۍ غم ورسره وي.
https://avapress.com/vdcfjvdyjw6d1va.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته