دخپریدو نیټه :جمعه ۸ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۴۵
د مطلب کود : 196646
ولسمشرغني: ټرمپ باید د افغانستان د سولې لپاره حدود ونه ټاکي
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره شپه افغانستان ته د ناڅاپي سفر کړی. ښاغلي ټرمپ پرون له ولسمشر اشرف غني سره وکتل، دوی ۴۵ دقیقه يي غونډه وکړه او څو شېبې یې خبریالانو ته هم موقع ورکړه چې پوښتنې وکړي.
ښاغلي غني وویل چې طالبانو ته به ډېر واک ورنه کړي خو ویې ویل، ټرمپ باید د افغانستان د سولې لپاره حدود ونه ټاکي خو افغانستان حاضر دی چې د امریکا امنیت او د افغانانو ازادۍ تضمین کړي.
ولسمشر غني وروسته د ښاغلي ټرمپ په بلنه امریکايي پوخیانو ته وینا وکړه. ده د امریکايي پوځیانو او د هغوی د کورنیو د غړیو مننه وکړه.
ده ورته وویل«موږ به هیڅکله اجازه ورنه کړو چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر یوولسمه تکرار شي.»
ټرمپ همدا راز زیاته کړې چې طالبان غواړي له افغان حکومت او امریکا سره سوله او اوربند وکړي: (( له طالبانو سره مې مذاکرات بیا پيل کړي دي، هغوی سوله کول غواړي، زه ورسره ملاقات کول غواړم، موږ تر هغې پورې دلته پاتې کېدل غواړو چې بریا ترلاسه کړو او د سولې واقعي هوکړه وشي، خو هغوی ډېره بده معامله او هوکړه غواړي.))
ښاغلي ټرمپ همدا راز له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د افغان ځواکونو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه د دوی کارنامو خورا متاثره کړی دی.
ټرمپ تقریبا دوه میاشتې وروسته له هغه افغانستان ته ځي چې له طالبانو سره د سولې خبرې یې په کابل کې له یوه خونړي برید وروسته وځنډولې.
په سپټمبر میاشت کې یو امریکايی سرتېری او یوولس نور کسان د کابل په مکروریان کې د طالبانو په موټر بم برید کې ووژل شول او په غبرګون کې یې ښاغلي ټرمپ د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ د نهو پړاوونو خبرې وځنډولې.
ټرمپ همداراز تایید کړه چې دی به په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر چې د دولسو او دیارلس زرو ترمنځ دی ۸۶۰۰ ته راکم کړي.
د راپورونو له مخې ټرمپ پرون شپه په پټه له فلوریډا څخه په خپله الوتکه کې افغانستان ته ولاړ. هغه په بګرام کې له امریکايي سرتېرو سره چې د شکرانې د جشن په مناسبت یې فیل مرغان او کچالو پاخه کړي وو، وخت تېر کړ.
ښاغلی ټرمپ په داسې حال کې افغانستان ته راغلی چې د سولې مذاکرات د کنګل تر ماتېدلو وروسته بیرته د نورمال حالت پر خوا روان دي تر ټرمپ یوه شپه وړاندې د امریکا لوی درستیز جنرال مارک میلي هم کابل ته رارسېدلی و.د امریکا ولسمشر وویل، امریکايي چارواکي چې له طالبانو سره ګوري نو د اوربند غوښتنه کوي او زیاته یې چې طالبانو مخکې اوربند نه مانه خو اوس یې غواړي.
https://avapress.com/vdchk-nz-23nw-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته