دخپریدو نیټه :جمعه ۸ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۵۲
د مطلب کود : 196647
د میراثیانو لوبډلې په ټېسټ سیالۍ کې سخته ماتې وخوړه
د افغانستان او ویسټ انډیز ملي لوبډلو ترمنځ په هند کې د یو ورځنیو سیالیو د سیریز وروسته ویسټ انډیز په یوازینۍ ټېسټ لوبه کې هم افغان لوبډلې ته یوه سخته ماتې ورکړه دوی یاده سیالي نن په دریمه ورځ د نهه ویکټو په توپیر سره وګټله.
دا ټېسټ سیالي وړمه ورځ په هند کې پیل شوې وه چې نن د دریمې ورځې د پلیدو سره سم د ویسټ انډیز ملي لوبډلې په سترې بریا پای ته ورسېده، دا د افغانستان د ټېسټ کرکټ په تاریخ کې دوهمه ماتې وه چې له هند وروسته یې د ویسټ انډیز څخه د بېکاره توپ وهنې له کبله وخوړه.
په دې لوبه کې پچه د ویسټ انډیز لوبډلې وګټله او لومړی توپ وهنه یې کوربه افغانستان ته ورکړه افغان لوبډلې هم په لومړۍ ورځ په لومړنۍ پاڼۍ کې د تمې خلاف توپ وهنه وکړه، دوی د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره د لومړی ورځې په اوږدو کې ټوټل ۱۸۳ منډې جوړې کړې.
د افغان لوبډلې لپاره د لومړنۍ پاڼۍ په توپ وهنه کې جاوید احمدي ۳۹ منډې وکړې، حمزه هوتک ۳۴، افسر ځاځي ۳۲، احسان الله جنت ۲۴ او ابراهیم ځدراڼ تر نورو ډیرې ۱۷ منډې جوړې کړې چې د لومړي هدف په ټاکلو کې ښه رول ولوبوه.
د ویسټ انډیز لپاره د لومړۍ پاڼۍ په توپ اچونه کې تر ټولو ډیر لوبغاړي ۱۵۰ کیلو وزن لرونکي راهکیم کورنوال وسوځول، هغه د ۷۴ منډو په ورکړې سره ۷ افغان توپ وهونکي رخصت کړل.
د دې ټېسټ سیالۍ دوهمه پاڼۍ ویسټ انډیز د لومړۍ ورځې په اوږدو کې پیل کړه، دوی په دوهمه ورځ سهار ټول لوبغاړي په ۲۷۷ منډو باندې له لاسه ورکړ او افغان لوبډله یې شاوخوا ۹۰ منډې باقی کړه.
د ویسټ انډیزۍ لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې بروکس سلیزه ووهله هغه ټولې ۱۱۱ منډې وکړې، دغه راز جان کیمبل ۴۵ او شاین ډوریچ بیا ۴۲ منډې وکړې.
د افغانستان لپاره د لومړۍ پاڼۍ په توپ اچونه کې تر ټولو ډیر لوبغاړي بیا ځوان امیر حمزه هوتک وسوځول، نوموړي په خپلې کامیابې توپ اچونې سره پنځه لوبغاړي وسوځول، ورسره راشد خان درې لوبغاړي له مخې پورته کړل او ظاهر خان هم دوه وروستیو لوبغاړي وسوځول.
افغان لوبډلې د ویسټ انډیزۍ لوبډلې د سوځېدلو وروسته دوهمه پاڼۍ هم پیل کړه دوی د لسو لوبغاړو په سوځېدو سره ټولې ۱۲۰ منډې وکړې او ویسټ انډیز ته یې د ۳۱ منډو هدف وټاکه.
د افغانستان لپاره په توپ وهنه کې جاوید احمدي تر ټولو ډیرې ۶۲ منډې وکړې ورسره، ابراهیم ځدراڼ ۲۳ او ناصر جمال هم ۱۵ منډې وکړې، خو لوبډله هیڅ یوه لوبغاړي له سخت حالته ونه ژغورله.
د ویسټ انډیز لپاره په توپ اچونه کې بیاهم راهکیم کورنوال درې مهم لوبغاړي له مخې پورته کړل او په دې ټېسټ لوبه کې ټوټل لس لوبغاړي وسوځول.
ویسټ انډیزۍ لوبډلې په خپلې وروستۍ پاڼۍ کې د افغان لوبډلې ټاکل شوی د ۳۱ منډو هدف د یو لوبغاړي په سوځېدو سره ډیر ژر پوره کړ او افغانستان ته یې په دې ټېسټ لوبه کې په نهه ویکټو ماتې ورکړه.
د افغانستان او ویسټ انډز ترمنځ په هند کې د دې سفر په جریان افغان لوبډلې درې یو ورځنۍ یوه شل اوریزه او یوه ټیسټ لوبه بایلوده، خو یوازې دوه سیالي افغان لوبډلې وګټلې نورې پنځه واړه سیالۍ یې بایلودې.
خلک د ماتې اصلي لامل په لوبډله کې د خپلویو پالل یادوي مبصرین هم وایي، لوبډله په عمومي ډول غیر مسلکي او په روابطو جوړه شوې وه دوی د ماتې اصلي لامل هم د حشمت او نورعلي په ګډون د یو شمېر مهمو لوبغاړو نشتون یاد کړ چې له همدې کبله مو ماتې ومنله.
https://avapress.com/vdci5qazyt1a3q2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته