دخپریدو نیټه :جمعه ۸ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۵۲
د مطلب کود : 196657
د رایو بیاشمېرنې او تقلب په وړاندی د خلګو پراخ لاریون
په زرهاوو تنه د کابل لویدیځ شهید مزاری جاده، خیرخانه کابل شمال او عبدالحق څلور لاری کې راټول شوی او د اوبو فواره لوری ته په حرکت دی. کابل په زرهاوو اوسیدونکې د هغه څه په وړاندی چی د بیاشمېرنې او ټاکنو کې تقلب بولی لاریون کړی دی.

افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری-کابل: په زرهاوو کسان د کابل په بېلابیلو برخو کې د لاریون په کولو سره د ټاکنو کمیسیون څخه خپل حق غوښتونکې شوی دی.
لاریون کوونکې د رایو بیاشمېرنې او تفتیش پروسی سره مخالف دی او ټاکنو کمیسیون هم د دولت ساز ټیم په ګټه د رایو بیاشمیرنې باندی تورنوی.
لاریون کوونکې د کابل ختیځ، لویدیځ، شمال او جنوب کې یوځای شوی او قرار دی چی د ریاست جمهوری ارګ په وړاندی لاریون وکړی.
د افغان غږ خبری آژانس خبرنګارانو ریپورت په اساس د کابل ښار څخه، په زرهاوو تنه شهید مزاری جاده کې، خیرخانه کې او عبدالحق څلور لاری کې راټول شوی او اوبو فواره لوری ته په حرکت دی.
دا په داسی حال کې دی چی امنیتی ځواکونه ارګ ریاست جمهوری پوری ختمیدونکې جادی د لاریون کوونکو په وړاندی تړلی دی او ارګ ته تللو اجازه نه ورکوی.
په همدی حال کې کابل ګارنیزیون قوماندانی د یو اعلامیه په خپرولو سره د لاریون کوونکو څخه غوښتی دی چی د اوبو فواره پرځای کابل چمن حضوری کې یوځای شی.
قرار دی چی معترض نوماندان ټاکنو په وړاندی سر له سبا(شنبه ۹ قوس) مشابه تظاهرات په ټول افغانستان کې ترسره کړی.
 
https://avapress.com/vdcjimevauqehmz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته