د افغانستان د پوهنې وزارت په نوي ۱۳۹۹ لمریز کال کې د خصوصي ښوونځیو د ټولنې په مرسته د امنیتي او دفاعي ځواکونو د وژل شویو سرتېرو اولادونو ته د وړیا زدهکړې زمینه برابروي.
د پوهنې وزارت او د خصوصي ښوونځیو ټولنې د شوې هوکړې له مخې د هغو سرتېرو اولادونو ته به هم خصوصي ښوونځیو کې له لس تر پنځوس سلنې تخفیف ورکړل شي چې اوسمهال په خدمت بوخت دي.
د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت وايي، په دې هوکړه کې هغه ماشومان هم شامل دي چې درانه کارونه کوي او یا د ستونزو له کبله له زدهکړو پاتې دي.
د سرچینې له قوله، د دې هوکړې پر بنسټ به یوازې په کابل کې ښار کې ۱۴۸۲۷ ماشومانو ته په ۱۳۹۹ لمریز کال کې په خصوصي ښوونځيو کې د زده کړې زمینه برابره شي.
د ټولو هغو ماشومانو شمېر به چې په ۳۴ ولایتونو کې له دې خدمتونو ګټه اخلي، د روان کال تر پایه معلوم شي.
په ورته وخت کې د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، د مستحقو ماشومانو پر نوملړ یې کار پیل کړی دی.
د افغانستان د خصوصي ښوونځیو د ټولنې د شمېرو له مخې، اوسمهال په ټول افغانستان کې ۲۲۰۰ خصوصي ښوونځي شته چې یوازې ۱۲۰۰ یې په کابل کې دي.