دخپریدو نیټه :جمعه ۸ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۵۸
د مطلب کود : 196664
طالبان: ټرمپ د مذاکراتو د بیا پیل په اړه له وخته مخکې غږېدلی
 طالبان وايي، د امریکا د ولسمشر ټرمپ دا خبره چې له طالبانو سره یې مذاکرات بیا پیل کړي دي، له وخته مخکې خبره ده.
د امریکا ولسمشر تېره شپه افغانستان ته د ناڅاپي سفر په ترڅ کې ویلي چې طالبان سوله غواړي او دی ټینګار کوي چې له طالبانو سره وویني او اوربند ټینګ شي.
ښاغلي ټرمپ که څه هم د سولې په مذاکراتو کې د پرمختګ خبره کړې ده مګر د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وايي، دا خبرې مخکې له وخته دي او د سولې په برخه کې لا هم خنډونه شته.
فرانس پریس اژانس د ښاغلي مجاهد له قوله لیکي، اوس مهال د خبرو د بیا پیل په اړه څرګندونې له وخته مخکې دي او طالبان به په دې تړاو خپل غبرګون وروسته اعلان کړي.
دا په داسې حال کې ده چې څو و ورځې وړاندې یو شمېر طالب سرچینو هم منلې وه چې په قطر کې یې له زلمي خلیلزاد سره درې ورځې خبرې کړې دي او ژر به د مذاکراتو د بیا پیل رسمي اعلان وشي.
https://avapress.com/vdch--nzk23nw-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته