دخپریدو نیټه :جمعه ۸ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۰۴
د مطلب کود : 196670
د جنوبي وزیرستان په واڼه کې د افغان مدرسې یو مشر ملا اغا جان، یو ځايي ۱۶ کلن زلمی د پلار د نافرمانۍ په جرم په وهلو ډبولو وژلی دی.
د واڼه د پولیسو مشر عثمان خان وايي، پېښه په وچ خوړ سیمه کې شوې او د محمد ایوب په نوم یو افغان کډوال خپل زوی د ملا اغاجان مدرسې ته بیولی تر څو د پلار د نافرمانۍ له کبله نصیحت ورته وکړي، خو د مدرسې مشر ملااغا جان دغه ماشوم دومره شکنجه کړی چې ساه یې ورکړې ده.
د عثمان خان به خبره د پېښې اړوند یې ۶ تورن کسان نیولي دي.
د عثمان خان په خبره، د عصمت الله په نوم یو ماشوم چې خپل پلار محمد ایوب د مدرسې مشر ته د نافرمانۍ له کبله د نصیحت لپاره ور وستی و، د مدرسې له طالبانو سره لفظي شخړه کړې وه او ورته یې ویلي وو چې ستاسې له نصیحت پرته هم د پلار قدر کوم: (( له دې پېښې وروسته پلار او زوی دواړه کور ته ستانه شوي، مګر د مدرسې وسله وال طالبان ورپسې ورغلي او ماشوم یې په کونداغونو وهلی او ماشوم یې په ژوبل حالت کې پرې ایښی دی.))
د عصمت الله پلار محمد ایوب وايي، طالبانو یې زوی ماسپښين دوه بجې وهلی او هغه ماښام شپږ بجې ساه ورکړې ده.
بلخوا ځايي پولیسو ویلي چې دغه ماشوم د افغانستان د طالبانو لخوا وژل شوی دی چې له انځورونو یې ښکاري دغه طالبان، زده کوونکي کم او جنګیالي زیات تر سترګو کېږي.
ځايي خلکو هم ا ویلي، چې د ملا اغا جان د ۲۵۰ طالبانو لرونکې مدرسه له افغان طالبانو سره ژورې اړیکې لري او په سیمه کې یې د افغان کډوالو په کورونو واک چلېږي.
https://avapress.com/vdcefp8z7jh8opi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته