دخپریدو نیټه :شنبه ۹ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۰
د مطلب کود : 196672
ټاکنو کمېسیون: د قانون په رڼا کې خپل کارونه پر مخ وړو
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، دوی خپل کارونه په قانوني ډول مخ ته وړي
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرستیال عصمت الله مل وايي د ټاکنو کمېسیون د هېواد نافذه قوانینو او د ټاکنو قانون، ته په پام کې نیولو سره، خپل ټول کارونه لوایح او کړنلارې د قانون سره سم ترسره کوي.
ورته مهال کې د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي، وايي چې حکومت د ټاکنو په بهیر کې لاسوهنه نه کوي او که چېرې نوماندان اعتراض لري، باید د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کې یې ثبت کړي.
نوموړی وايي، په هغه صورت کې چې د ولسمشرۍ نوماندان اعتراض او یا هم شکایت لري، شکایتونو او اعتراضونو ته د رسېدو قانوني مرجع، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون دی.
بل پلو د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله په ولایتونو کې د ټاکنو کمېسیون د دفترونو پر وړاندې د پراخو اعتراضونو خبرداری ورکوي.
د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې غړي وايي، چې که ټاکنیز کمېسیونونه یې غوښتنې ونه مني په ټول افغانستان کې به په اعتراضونو لاس پورې کړي.
https://avapress.com/vdcgu39qxak9y34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته