کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ډونالډ ټرمپ په بګرام پوځي اډه کې:

امریکا له طالبانو سره د سولې خبرې پیل کړې دي

9 قوس 1398 ساعت 10:34

په افغانستان کې به د امریکايي ځواکونو حضور کم شي، خو تر موافقې یا بشپړې سولې پورې به دلته حضور ولرو، طالبان د اوربند غوښتونکي دي
ولسمشر غني د امريكايي پوځيانو قربانۍ وستايلې او د هغوى له كورنيو او ولسمشر ټرمپ يې مننه وكړه چې دغه ماموريت ته دوام وركوي
له تېرې یوې اونۍ راهیسې له امریکا سره خبرې روانې دي، رسمي خبرې به هم ژر پیل شي، د طالبانو او امریکا ترمنځ اوربند به تر هوکړې وروسته سمدلاسه پلی شي


د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړم ماښام د کابل پر وخت اته نیمې بجې په یو ناڅاپي سفر له امریکايي پوځیانو سره د لیدنې لپاره افغانستان ته راغلی و.
ډونالډ ټرمپ د بګرام په پوځي اډه کې امریکايي پوځیانو ته د خبرو پر مهال وویل چې له طالبانو سره مذاکرات کوي. د ټرمپ په خبره، پخوا طالبانو د مذاکراتو پرمهال د امریکايي لوري د اوربند وړاندیزونه رد کړي خو اوس یاده ډله د اوربند او موافقې ته حاضره ده او په نږدې راتلونکي کې به د سولې موافقه ترسره شي.
ټرمپ وویل:«متحده ایالات له طالبانو سره د سولې  مذاکرات کوي او زه په دې باور یم چې طالبان د اوربند غوښتونکي دي، د طالبانو سره د مذاکراتو پرمهال هغوی زموږ له لوري د اوربند وړاندیزونه رد کړل، خو اوس هغوی د اوربند او موافقې غوښتونکي دي او زه په دې باور یم چې په نږدې راتلونکي کې به داسې څه واقع شي.»
د امریکا ولسمشر همداراز وویل چې په افغانستان کې به د خپلو ځواکونو شمېر را کم کړي، خو امریکا په به په افغانستان کې د موافقې یا بشپړې بریا پورې حضور ولري.
ټرمپ وویل:« موږ پلان لرو چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ۸۶۰۰ تنو ته راکم کړو، خو متحده ایالات به په دې هېواد کې تر موافقې او بشپړې بریا پورې پاتې شي.»
په ورته مهال افغان ولسمشر اشرف غني هم د متحده ایالاتو ولسمشر سره د لیدنې لپاره د بګرام هوايي اډې ته ورغلی و. ولسمشر غني د خبرو پر مهال وویل چې افغان ځواکونو اوس مهال کافي وړتیاوې ترلاسه کړې او تر راتلونکو دریو میاشتو پورې به په ټول هیواد کې امنیتي مسوولیتونو ته اوږه ورکړي.
په ورته وخت کې له طالبانو سره د سولې خبرو د پیل په تړاو د ډونالډ ټرمپ ترڅرګندونو وروسته، طالبانو هم تایید کړې چې له امریکا سره یې د سولې غیر رسمي خبرې روانې دي.
د قطر دفتر یوه جګپوړي غړي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې له امریکا سره یې د سولې خبرې له یوې اونۍ را په دې خوا جریان لري او ټاکل شوې چې رسمي خبرې هم ژر پیل شي.
د طالبانو د قطر دفتر غړي ویلي:« له امریکایي لوري سره د سولې غیر رسمي مذاکرات له یوې اونۍ راپه دې خوا په قطر کې جریان لري او ټاکل شوې، چې په نږدې راتلونکي کې رسمي خبرې له سره پیل شي. تمه ده چې افغانستان ته د ټرمپ سفر دا ثابته کړي چې، هغوی د سولې په خبرو کې جدي دي، موږ فکر کوو چې ټرمپ ډیر انتخابونه نه درلودل.»
طالبانو همداراز ویلي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې توافق ترلاسلیک وروسته به د دواړو لوریو ترمنځ سملاسي اوربند پلي شي، خو له افغان لوري سره به د اوربند په تړاو پرېکړه په بین الافغانی مذاکراتو کې کیږي.
د طالبانو د قطر دفتر همداراز ویلي چې  کله امریکا سره د سولې مذاکرات له سره پیلیږي، نو د دوی دریځ هماغه پخوانی دی او باید مذاکرات له هغه ځایه پیل شي، چې لغوه شوي وو.


د مطلب کود: 196696

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/196696/امریکا-له-طالبانو-سره-د-سولې-خبرې-پیل-کړې-دي

آوا
  https://www.avapress.com