دخپریدو نیټه :شنبه ۹ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۹
د مطلب کود : 196697
افغانستان هر کال د ۷ میلیونه ډالرو ښکاري ټوپکونه واردوي
د معلوماتو او احصائیې ملي اداره وايي، هر کال افغانستان ته له ۷ میلیونه ډالرو څخه ښکاري ټوپکونه راواردېږي.
د معلوماتو له مخې دا ټوپکونه له ترکیې، روسیې، ایټالیا، سلواکیا، چین، ایران او پاکستان څخه د افغانستان بازارونو ته راوړل کېږي، خو سوداګر یې حکومت ته محصول هم ورکوي.
د کابل په لطیف مارکیټ کې د دغو ښکاري ټوپکونو په بازار کې له ۱۰۰ ډالرو څخه تر ۱۰۰۰ ډالرو پورې هم شته او داسې ټوپکونه هم شته چې په یو وخت لس مرمۍ فیر کولی شي.
د مالیې وزارت وايي، په دې کاروبار ناخبره نه دي بلکې ګمرک په دغو ښکاري ټوپکونو ۱۶ سلنه مالیه اخلي.
بلخوا د سوداګرۍ وزارت هم وايي، چې دا مهال په هېواد کې له ۸۴۸۰ څخه زیات کاروباري جوازونه شته چې په کې د ټوپکونو واردوونکي هم معلوم دي او بل څوک نه شي کولی دا کاروبار وکړي.
https://avapress.com/vdcdn90f5yt0n96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته