دخپریدو نیټه :شنبه ۹ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۳
د مطلب کود : 196698
د عراق لومړي وزیر عادل عبدالمهدي له دندې څخه د استعفا اعلان کړی
د عراق لومړی وزیر وروسته له هغې د استعفاء اعلان کوي، چې د راپورونو په حواله په عراق کې د اکټوبر میاشتې راهیسي روانو لاریونونو کې ځینی کسان وژل شوي، چې اکثریت یې لاریون کوونکي ځوانان دي.
تر اوسه دا څرګنده نه ده، چې د لومړي وزیر عبدالمهدي استعفاء په اړه عملي ګامونه کله اخیستل کیږي، خو نوموړي په وروستیو څرګندونو کې د دې هېواد پارلمان ته ویلي، چې استعفاء یې باید ژر تر ژره ومنل شي.
د عراق پارلمان به نن شنبه په دې اړه یوه اضطراري ناسته وکړي.
د اواپرس خبري اژانس د راپور له مخې په دې لاریونونو کې لسګونه امنیتي ځواکونه هم وژل شوي دي.
د عراق لومړي وزیر په وار ـ وار سره ژمنه وکړه، چې د لاریونوالو غوښتنې به پوره کړي، خو اوس یې د استعفاء اعلان کړی.
ایران بیا د امریکا په ګډون اسراییلو او سعودي عربستان باندې تور پورې کوي، چې په عراق او ایران کې لاریونونه د دوی له لوري تنظیمیږي، څو په یادو هېوادونو کې ګډ وډي رامنځته کړي.
دا په داسې مهال ده چې د عراق په ناسیریا ښار کې د لاریونوالو او پولیسو تر منځ وروستي اخو ډب کې پر لاریونوالو ډزې وشوې او له امله ۴۴ کسان ووژل شول.
تر دې وړاندې لاریونوالو د دغه هېواد نجف کې د ایران کونسلګري سوځولې وه، چې په دې سره د عراق پولیسو او لاریون کوونکو ترمنځ لا په تاوتریخوالي کې زیاتوالی رامنځته شو.
https://avapress.com/vdceop8zvjh8opi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته