دخپریدو نیټه :شنبه ۹ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۸
د مطلب کود : 196699
ایران کې د هوا ککړتیا له امله ښوونځي تړل شوي دي
د ایران په پلازمېنه تهران کې د هوا د زیاتې ککړتیا له امله وړوکتونونه، ښوونځي او پوهنتونونه تړل شوي دي.
د تهران د والي د مرستیال محمد تقي زاده له قوله لیکلي چې د هوا ککړتیا ښایي تر دې هم زیاته شي.
تقي زاده ویلي چې ځانګړې کمېټې د تعلیمي
ادارو د تړلو پرېکړه کړې ده.
په تهران کې ټول ورزشي فعالیتونه هم لغوه شوي او چارواکو د خلکو نه په ځانګړي ډول د پاخه عمر او ماشومانو نه غوښتي چې له اړتیا پرته دې ښار ته نه ځي.
د ایران د پلازمینې تهران هوا د نړۍ په کچه تر ټولو ککړه ده.
د تهران هوا د نومبر د میاشتې له نیمایي راهیسې د هوا د ککړتیا خطرناکې کچې ته لوړه شوې ده.
https://avapress.com/vdcf1vdy1w6d1va.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته