کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

غزه کښې یو فلسطیني ځوان د صهیونیسټي رژيم د پوځیانو د ډزو له امله شهیدشو

9 قوس 1398 ساعت 10:59


په فلسطیني ښاریزو باندې د اسرائیلي پوځیانو په پرونۍ حمله کښې د غزې تړانګې د سویل خان یونس په ختیځه برخه کښې د فهد محمد الاسطل په نامه یو فلسطیني ښاریز د صهیوینسټو پوځیانو د ډزو له امله شهید شو او پنځه تنه نور هم زخمي شول.
د ویلو ده چې له نیواکي فلسطین سره د غزې په سرحدونو کښې (د ستنیدو د حق) د اونیز لاریون د لغو کیدو باوجود لسګونه تنه فلسطیني ځوانانو مظاهرې وکړې.
د ستنیدو او د غزې د محاصرې د ختمیدو د مظاهرو جګ پوړې کمیټې په دې وروستیو کښې ویلې دي چې د ستنیدو د حق مظاهرې به تر راتلونکې خبرتیا پورې ترسره نه شي.


د مطلب کود: 196700

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/196700/غزه-کښې-یو-فلسطیني-ځوان-د-صهیونیسټي-رژيم-پوځیانو-ډزو-له-امله-شهیدشو

آوا
  https://www.avapress.com