دخپریدو نیټه :شنبه ۹ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۱
د مطلب کود : 196703
پاکستان د لاهور په ښار کې چاودنه وشوه.
د اسلام آباد نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  دا  چاودنه  په یوې ریکشا کې  شوې ده چې  له کبله يي  ۵ تنه  ټپیان شوي دي.
د لاهور پولیسو ویلي دي چې  چاودنه  د چوبرجي په سیمه کې  شوې ده .
ځینو سرچینو دا
چاودنه  په ریکشا کې د ځای په ځای شوو چاودیدونکو موادو  د چاودنې په پایله کې د رامنځته کیدو او ځینو نورو بیا  چاودنه  د ریکشا د ګازو د بالون د چاودنې په پایله کې  د رامنځته کیدو نه خبر ورکړی دی.
د پیښې ټپیان سمدلاسه نږدې روغتونونو ته انتقال شوي دي.
د پيښې په اړه تحقیقات پیل شوي دي.
https://avapress.com/vdcbg0b8frhb9zp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته