کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مسکو: د برتانویانو لخوا د ملکي افغانانو په وژنه سترګو پټولو اندېښمن کړي یوو

9 قوس 1398 ساعت 12:13


روسیه وايي، په افغانستان کې د برتانوي سرتېرو له لوري د شویو ملکي جنایتونو د دوسیو په نه څېړل کېدو اندېښنه لري.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زخارووا وايي، رپوټونه داسې ښيي چې په تېرو کلونو کې په برتانوي ځواکونو د ملکیانو د وژنې ۵۲ دوسیې ثبت شوې دي خو له دې جملې یوه دوسیه هم نه ده څېړل شوې او نه هم کوم برتانوي سرتیری د بشري جنایت په تور محاکمه شوی دی.
نوموړې وايي، د دغسې دوسیو نه څېړل د جنایتونو د تکرار سبب ګرځي.
برتانوي ځواکونه چې تر ډېره وخته په هلمند کې پراته وو، څه موده وړاندې پرې د بي بي سي په یو راپور کې تور لګول شوی و چې دوی د ملکیانو د وژنې په پېښو خاورې اړوي.


د مطلب کود: 196711

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/196711/مسکو-د-برتانویانو-لخوا-ملکي-افغانانو-په-وژنه-سترګو-پټولو-اندېښمن-کړي-یوو

آوا
  https://www.avapress.com